تازه خبرونه

پاکستان د هند پوځ مشربې بنیاده تورونه په کلکه رد کړي

د پاکستان دفتر خارجه ویاند ویلي دي چې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان قربانۍ په نړیواله کچه منل شوي دي
پاکستان د آزاد کشمیر په اړه د هند لوري بیانونه په کلکو ټکو کې غندلي دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د هند لوري د پاکستان پر ضد بې بنیاده بیانونه په حقیقت کې په نړیواله کچه د هند اعتبار او ډیپلومیسي ته زیان رسوي (د پاکستان د بهرنیو چارو ویاند/فایل فوټو )

اسلام‌آباد: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت  ویاند  په اونیز میډیا بریفنګ کې  د هندي پوځ د مشر تورونه په کلکه  غندلي او دا تورونه ی په کلکه رد کړي دي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي  دي چې د هند له لوري د ترهګرۍ تورونه د سیاسي موخو لپاره جوړې شوې بې‌اساسه او د درواغو تپل شوې  کیسې دي

ویاند وویل چې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان قربانۍ په نړیواله کچه منل شوې دي او پر پاکستان د هند تورونه په حقیقت کې د خپله هند نړیوال اعتبار ته زیان رسوي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې افغانستان په ګډون د سیمې په بېلابېلو برخو کې د هند له خوا ملاتړ کېدونکي ترهګریز شبکې په نښه شوې دي

 ویاند ټینګار وکړو چې  د هند له لوري د کشمیري مسلمانانو د عدالت پرته  وژنو او د دولتي سرپرستۍ لاندې ترهګرۍ بېلابېلې بېلګې په رسمي ریکارډ کې موجودې دي

ویاند همدارنګه وویل چې پاکستان هند ته مشوره ورکړې چې له پاروونکو او لمس‌وونکو بیاناتو څخه ډډه وکړي

هغه په هند کې د افراطي فکر او د مذهب پر بنسټ د تاوتریخوالي زیاتوالی د ټولې سیمې لپاره جدي ګواښ وباله

پاکستان غواړي ایران کې ثبات او خوشحالي وي: د بهرنیو چارو وزارت ویاند

   طاهر اندرابي وویل چې ایران د پاکستان ګاونډی هېواد او د نړیوالې ټولنې مهم غړی دی، له همدې امله پاکستان غواړي ایران د یو دوست او ورور هېواد په توګه سوله‌ییز او خوشحال وویني
نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان او ایران د ولسونو ترمنځ ژور تاریخي، کلتوري او مذهبي اړیکې موجودې دي او یو سوله‌ییز او باثباته ایران د پاکستان په ملي ګټو کې شامل دی

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې په ایران کې وروستي احتجاجونه تر ډېره د عامو وګړو د اقتصادي ستونزو له امله رامنځته شوي دي، خو هیله څرګندوي چې د ایراني حکومت له لوري اعلان شوي اقتصادي مرستندویه اقدامات به د ولس ستونزې راکمې کړي

ویاند وویل، ایران یو پیاوړی او باحوصلې ولس لري، چې په تېرو وختونو کې یې له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مقابله کړې ده۔ پاکستان د ایران د ولس او مشرۍ پر پوهه او تدبیر بشپړ باور لري او ډاډه دی چې ایراني ملت به له دغو ننګونو بریالی ووځي او لا پیاوړی به راڅرګند شي۔

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل  چې پاکستان د ایران په اړه خپله جاري سفري مشوره   یو ځل بیا تکرار کړې ده او پاکستانی وګړو ته یې سپارښتنه کړې چې د ایران د سفر پر مهال له ډېر احتیاط او لازمې امنيتي تدابیرو څخه کار واخلي

ویاند زیاته کړه چې په ایران کې د مېشتو او سفرکوونکو پاکستانیانو د مرستې لپاره په تهران کې د پاکستان سفارت په بشپړه توګه فعال دی۔ د پاکستان سفیر او د هغه ټیم د پاکستانی وګړو د خوندیتوب لپاره فعاله ونډه ادا کوي او هر ډول ممکنه مرسته برابروي

Related Articles

پاک افغان پوله تورخم سره څیرمه د لنډي کوتل په سیمه کې د غیرقانوني افغان مهاجرینو پر ضد پولیسو اقدام کړې او یو شیمر ی نیولې هم دي

January 15, 2026

دا تړون د پاکستان د حکومت او ایس سي فایننشل ټیکنالوژیز ایل ایل سي ترمنځ لاسلیک شو،دا اداره د ورلډ لبرټي فایننشل اړوند شرکت دی

January 15, 2026

پولیس وایی دې افغان وګړو د پاکستان قومیت حاصلولو لپاره پاکستاني اسناد جوړ کړې وو

January 15, 2026

د پنجاب حکومت لوري خنډونو او یو شمیر ستونزو له امله په خیبر پښتونخوا کې د اوړو بیی لوړې شوي دي چې اولس ی له سختو ستونز سره مخ کړې

January 15, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *