پاک افغان پوله تورخم سره نزدې نن د زیارت په ورځ په لنډي کوتل سیمه کې اوسیدنکي افغان مهاجرینو پر ضد اقدام کړې دې او يو شمیر افغان وګړي ی نیولي دي
د ځایی سرچینو ترمخه نن د زیارت په ورځ لنډي کوتل بازار کې غیرقانوني افغان مهاجرینو پر ضد ضد پولیسواقدام کړې دې او یو شمیر غیرقانوني افغان مهاجرین ی نیولي دي
اته کسان ی افغانستان ته ډیپورټ کړل
یو پولیس اهلکار وویل چې په لنډي کوتل بازار کې ی ۱۲ افغان مهاجرین ونیول ، وې ویل چې په دې کسانو کې ۴ څلورو کسانو سره څه عدالتي اسناد وو، وې ویل دا کسان ی پریښودل او نور ۸ اته کسان ی په تورخم سرحد افغانستان ته ډیپورټ کړل
انتظامیه معلوماتو ترمخه په دې وروستیو کې له لنډي کوتل څخه ۸۰۰ اته سوه څخه زیات افغان وګړي واپس افغانستان ته تللي دي
باید یادونه وشی چې د تیر کال ۲۰۲۵ په دسمبر میاشت کې په لنډي کوتل کې انتظامي افسرانو په سمیه کې غیرقانوني میشت افغان مهاجرینو ته لارښوونه کړې وه چې دوی دې په خپله خوښه سیمه پریږدي او افغانستان ته دې واپس لاړ شي
نورخبرونه: لنډي کوتل کې غیرقانوني افغان مهاجرینو له خبردارۍ ورکړل شو