په دویم د جنورې شوکمارانو له یو ځوان څخه د ۲۰ شلو زرو موبایل تښتولو لپاره د یو ځوان شاه زیب قتل وکړو ، پولیسو ویلي دا شوکماران افغان وګړي ثابت شوي دي او د پاکستان جعلي اسناد ی جوړ کړې وو
د پولیسو په وینا د موبایل تښتونې پر مهال د شاهزیب په نوم ځوان باندې ډزې کوونکي افغان شوکماران نیول شوي دي
د ایس پي کینټ په وینا، پولیسو د ټکنالوژۍ په مرسته د پېښې عاملین ونیول۔ نیول شوو ملزمانو د پاکستان تابعیت حاصلولو لپاره جعلي اسناد جوړ کړي وو
یاده پېښه یوه اوونۍ وړاندې د شهید آباد سیمې، د فوجي سټینډ ته نږدې رامنځته شوې وه، چې پکې ځوان شاهزیب د موبایل تښتونې پر مهال د ډزو له امله وژل شوې وو
پولیس وایي، په پېښه کې ککړ دواړه د موبایل غلا او شوکماران ی نیولي دي چې تعلق یې له ګاونډي هېواد افغانستان سره دی او دوی د پېښور د کسټم چوک په سیمه کې استوګنه کوي
د پولیسو په وینا، ملزمانو یوه اوونۍ وړاندې د شاهزیب کور ته نږدې هغه یرغمال کړی و، خو د مقاومت پر مهال یې پرې ډزې وکړې او هغه ی مړ کړو دلته ددې خبر باید یادونه وشی چې د وینه تویلو خونړې پیښې پرته دا افغان وګړي په یو شمیر نورو جرمي وارداتو کې هم د ککړتیا اعتراف کړی دی، او د پلټنو پر مهال له دوی څخه د نورو مهمو انکشافاتو تمه هم کیدلې شي