تازه خبرونه

نن په روس کې د افغانستان سفیر په رسمي ډول اعلانیږي

د روس د ولسمشر دفتر څخه خپور راپور ترمخه نن پوتین د یو شمیر هیوادونو سفیرانو باور لیکونه ترلاسه کوي
روس هغه لومړۍ هیواد دې چې د افغان طالبانو حکومت ی په رسمي ډول پیژندلو اعلان کړې دې

د روس ولسمشر دفتر څخه خپور راپور ترمخه د افغانستان اسلامي امارت سفیر ګل حسن حسن نوم هم په دې لسټ کې شامل دې کوم به چې په روس کې د افغانستان په رسمي توګه سفیر وټاکل شي

 د روس د ولسمشرۍ دفتر  اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به نن، د پنجشنبې په ورځ، په مسکو کې د یو شمېر هېوادونو د سفیرانو باورلیکونه ترلاسه کړي

د  روس د ولسمشر دفتر څخه خپور فهرست له مخې، په دې سفیرانو کې  د افغانستان د اسلامي امارت د سفیر ګل‌حسن حسن نوم هم شامل دې

د یادونې ده چې د افغانستان اسلامي امارت حکومت له لوري به ګل حسن حسن د روس په پلازمینه مسکو کې د افغانستان  استازیتوب کوي

دا هم مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې په نړۍ کې روس هغه لومړۍ هیواد دې چې د افغان طالبانوحکومت ی په رسمي توګه منلو اعلان کړې دې


د تیرکال ۲۰۲۵ ،د جولایی میاشت ۲ دویمه نیټه د افغانستان په تاریخ کې یوه مهمه ورځ بلل کیږي ځکه په دې ورځ په پایه تخت کابل کې د روس سفیر له افغانستان د بهرنیو چاورو وزیر امیر خان متقي سره مهمه لیدنه وکړه

په دې مهمه لیدنه کې روسی  په رسمي توګه اعلان وکړو چې روس د افغانستان اسلامي امارت په رسمي ډول د پیژندلو اعلان کوي

نورخبرونه: د افغانستان اسلامي امارت ستره سیاسي او سفارتي بریا

Related Articles

سرچینې وایی او افغان اولس رسنیو ته ویلي دي چې یو شمیر خوراکي توکي له پاکستان څخه راځي او د سرحد تړلو له امله ی نن سبا قیمتونه ډیر زیات شوي دي

January 15, 2026

په ۲۰۲۴م کال کې د نیشنل موبلایزیشن فرنټ د پاکستان پولې ته نږدې د ننګرهار په لالپور ولسوالۍ کې یو لوی برید ترسره کړ او د طالبانو او د پاکستاني ټي ټي پي ګڼ جنګیالي ی له منځ یوړل

January 15, 2026

پولیسو ویلي دي چې دا عملیات په پټو استخباراتي معلوماتو ترسره شول او ترهګر له منځه وړل شوي دي

January 14, 2026

سهیل افریدي ټانک کې د شهیدانو قربانۍ ته درناوي وړاندې کولو په اړه راجوړه شوې د غونډې ګډون والو ته اوویل چې د خیبر پښتونخوا پولیسو او عام اولس د پاکستان لپاره ستره مالي او ځاني قرباني ورکړې ده

January 14, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *