د ایراني سرکاري ټیلیویژن د راپور له په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ایران له هېڅ کوم ښار څخه د بېامنۍ کومه پېښه نه ده راپور شوې او په ایران کې امنیتي وضع په بشپړ توګه کنټرول کې ده
د ایران سرکاري ټي وي خپور دې راپور ترمخه له دې څرګندېږي چې د ایران حکومت د احتجاجي مظاهرو قابو کولو کې بریالې شوې دې
د ایران وزیر خارجه رسنیو ته ویلي دي چې په مظاهرو کې شامل عناصر او مظاهره کوونکي له بهرنیو هېوادونو څخه کنټرولېدل، ځینو مظاهرهچیانو پر پولیسو ډزې کړي
هغه وویل چې دې مظاهره چیانو د داعش په طرز ترهګریز بریدونه ترسره کړي او پولیس سرتېري ژوندي سوځول شوي دي
ایراني وزیرخارجې دا هم وویل چې هېواد یې د ډونلډ ټرمپ او ځینو اروپايي هېوادونو له لوري له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دی ، هغه زیاته کړه چې که څه هم دیپلوماسي یو ښه لاره ده، خو له امریکا سره د ایران تجربه ښه نه ده ، زیاته ی کړه چې بیا هم دیپلوماسي له جګړې څخه یو غوره انتخاب دې
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امریکايي رسنیو ته په دې مرکه کې وویل چې په هېواد کې امن او ثبات ټینګ دی او وضعیت په بشپړ ډول د حکومت تر کنټرول لاندې راغلې دې
ایراني وزیرخارجې خبرداری ورکړی چې د جون میاشتې په څېر تېروتنه دې بیا تکرار نه شي، ګنې پایله به هماغه وي چې مخکې وه، ټینګار ی وکړو چې زموږ عزم او حوصلې د بمبارۍ له لارې نه شي ماتېدلی
نورخبرونه: ایران کې احتجاجونه: امنیتي سرتیرو په ګډون ۴۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړې