په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر ضد مقاومتي تحریک یو ځل بیا نوې بڼه او چټکتیا اخلي او لیدل کیږي چې دې تحریک د افغانستان طالبانو حکومت پر ضد بیا فعال شوي دي
د پخواني اسلامي جمهوریت افغانستان وفادارو پوځي او استخباراتي افسرانو څخه جوړه شوې ډله، چې نیشنل موبلایزیشن فرنټ آف افغانستان یا جبهه بسیج ملی افغانستان بلل کېږي، له اوږدې مودې وروسته بیا راڅرګنده شوې ده۔
یاده ډله چې څه موده غیر فعاله وه او خپل فعالیتونه یې ځنډولي وو، اوس یو ځل بیا په بشپړه توګه یو ځل بیا را یو ځای شوې ده
د وروستي ترسره شوي غونډې پر مهال این ایم ایف د مشرتابه شورا د نوو تقرریو اعلان کړی، چې ترې ښکاري دا سازمان اوس نه یوازې په سیاسي او رسنیز ډګر کې، بلکې په استخباراتي، پوځي عملیاتو او بهرنیو اړیکو کې هم فعالېږي
د نوې مشرتابه دا غړي د پخوانۍ افغان اردو، د ملي امنیت ریاست این ډي ایس او نورو امنیتي ادارو تجربه لرونکي افسران دي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یا جلاوطنه شول، یا یې پټ ژوند غوره کړ او یا یې په خفیه توګه فعالیت ته دوام ورکړ
د نوې مشرتابه تفصیلات ی لاندې ورکړل کیږي
جاوید احمد کرګر : د سیاسي څانګې مشر
پخوانی د افغان اردو افسر جاوید احمد کرګر داین ایم ایف د سیاسي رییس په توګه ټاکل شوی دی۔ د طالبانو تر واکمنېدو وروسته هغه د رسنیو له لارې د طالبانو پر ضد کمپاین کاوه۔ دا مهال په هالېنډ کې مېشت دی او په نړیواله کچه د طالبانو پر ضد د سیاسي دریځ استازیتوب مسؤلیت به پر غاړه ولري
جنرال شمس وفادار: د استخباراتو مرستیال مشر
د پخوانۍ ۲۰۵مې اردو قول اردو قومندان جنرال شمس وفادار، چې د بلخ اوسېدونکی دی او په کندهار او هلمند کې یې مهمې دندې ترسره کړې دي، اوس د این ایم ایف د استخباراتي څانګې مرستیال مشر ټاکل شوی دی۔ هغه څه موده په امریکا کې و، خو دا مهال تاجکستان ته تللی او له هغه ځایه د استخباراتي شبکې د پیاوړتیا هڅې کوي۔
انجینر احمد سهیل پرتو : مرستیال قومندان
د ملي امنیت د پخواني ریاست غړی، انجینر احمد سهیل پرتو، د این ایم ایف د مرستیال قومندان په توګه ټاکل شوی دی۔ نوموړی دا مهال په ایران کې مېشت دی او د ژورنالېزم په میدان کې فعال دی۔ د هغه راپورونه د ایران پر احتجاجي خوځښتونو متمرکز دي، چې د د این ایم ایف لپاره یو خفيه عملیاتي اهمیت لرلای شي
انجینر عبدالله نوابزاده : د بهرنیو اړیکو مشر
انجینر عبدالله نوابزاده، چې د پخواني حکومت پر مهال د سولې سفیر او د کډوالو او پناهغوښتونکو د عمومي شورا مشر پاتې شوی، د د این ایم ایف د بهرنیو اړیکو د څانګې مشري ورسپارل شوې ده۔ هغه هم په ایران کې مېشت دی او د نړیوال ملاتړ ترلاسه کولو هڅې یې ګړندۍ کړې دي
ادریس صادق : د افغانستان مرکزي قومندان
ادریس صادق، چې د شبقدر کابل پخوانی ګارنیزن قومندان و، د این ایم ایف د افغانستان دننه مرکزي قومندان ټاکل شوی دی۔ نوموړی دا مهال په هېواد دننه په خفیه توګه د عملیاتو مشري کوي
مهدي پنجشیري : د کابل قومندان
پخوانی د این ډي ایس افسر مهدي پنجشیري د کابل لپاره د قومندان په توګه ټاکل شوی دی۔ هغه دا مهال په تاجکستان کې دی او له هغه ځایه د طالبانو پر ضد د تاوتریخوالي عملیاتو د تنظیم هڅې کوي
نیشنل موبلایزیشن فرنټ آف افغانستان یو د طالبانو ضد مقاومتي تنظیم دی، چې بنسټ یې د پخواني پوځي افسر جنرال جاوید دهسبزي اېښی، چې دا مهال د فرنټ عمومي قومندان دی
تېر فعالیتونه
په تېرو څو کلونو کې د این ایم ایف د کاپیسا، ننګرهار، کوهستان او شمالي سیمو کې د طالبانو پر هدفونو ګڼ بریدونه کړي دي
په ۲۰۲۴م کال کې یاد فرنټ د پاکستان پولې ته نږدې د ننګرهار په لالپور ولسوالۍ کې یو لوی برید ترسره کړ، چې پکې د طالبانو او د پاکستاني ټي ټي پي ګڼ غړي ووژل شول
همدارنګه، د ۲۰۲۵م کال د جون په میاشت کې د شکردرې د ځوانانو یوې ډلې د این ایم ایف تر چتر لاندې د شاملېدو اعلان وکړ، چې د تنظیم له لوري وستایل شول او د پوځي تجهیزاتو د برابرولو ژمنه ورسره وشوه۔
د طالبانو لپاره مخ پر زیاتېدونکی ګواښ
دا نوې ټاکنې او د تنظیم بیا فعاله کېدل د طالبانو د حکومت لپاره یو جدي امنیتي چلنج بلل کېږي۔ د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د تجربه لرونکو افسرانو په ګډون سره، د این ایم ایف اوس یوازې یو سیاسي حرکت نه، بلکې یو منظم پوځي او استخباراتي شبکه ګرځېدلې ده
دلته باید یادونه وشی چې په تاجکستان، ایران او اروپا کې د دې مشرانو شتون تنظیم ته د بهرني ملاتړ د ترلاسه کولو امکانات زیاتوي۔ که څه هم طالبانو تر اوسه د دغو مقاومتي ډلو د ځپلو هڅې کړي، خو د خفیف عملیاتو، ګوریلا تګلارو او د پخوانیو پوځیانو یو خل بیا په دې تحریک کې شاملیدلو و له امله دا تحریک ورځ تر بلې پیاوړی او خطرناک کېږي
دفاعي او سیاسي شنونکو ترمخه که دا بهیر دوام وکړي، نو په افغانستان کې د طالبانو واک به له جدي فشار سره مخ شي