د خیبر پښتونخوا پخواني وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور په خپله یوه تازه وینا کې تاييد کړې ده چې د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره د افغان خاورې د استعمال په اړه روښانه او مستند دستاويزي شواهد شتون لري
دلته ددې خبر باید یادونه وشی چې پرون په رسنیو کې داسې راپور خپور شوې وو چې د سندهه سفر پر مهال د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي رسنیو سره خبرو کې ویلي وو چې د پاکستان لوري افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارولو په اړه باید پاکستان خپل ثبونه وړاندې کړي
سهیل افریدي ویلي وو چې افغانستان سره خو نور ګاونډی هیوادونه هم دي خو هغوی لوري داسې کومه خبره یا شکایت نه دې راغلې
دلته مهمه ده چې باید یادونه وشی چې د خیبرپښتونخوا پخواني وزیراعلی علي آمین ګنډاپور د افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارولو تاید کړې دې او ویلي دي چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي او ددی ښکاره ثبوتونه شته
د پخواني وزيراعلیٰ په توګه علي آمین ګنډاپور دا خبره تصديقوي چې هم صوبايي او هم وفاقي حکومتونو سره دا ډول قوي شواهد شته چې تحريکِ طالبان پاکستان له افغانستانه د پاکستان، په ځانګړي ډول د خيبر پښتونخوا، پر ضد ترهګريز بریدونه ترسره کوي۔
نوموړي وويل چې دا ټول د افغان حکومت او تحريکِ طالبان افغانستان په علم کې دي او د هغوی په ملاتړ ترسره کېږي۔ ده زياته کړه چې په خيبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ په ګڼو پېښو کې افغان وګړي ښکېل وو، او په يو شمېر ترهګريزو پېښو کې افغان اتباع نيول شوي هم دي دلته ددې خبرې باید یادونه وشی چې د شنوونکو له لوري د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدی د غیرمسولانه بیان په اړه د هغوی سختو نیوکو لاندې راغلې وو او ویلي ی وو چې د یوې صوبې وزیراعلی باید له داسې بیانونو ډډه وکړي چې د پاکستان ریاست د ترهګرۍ په اړه بیانه کمزورې کوي