تازه خبرونه

د پښتنو بد خویونه او کارونه

پښتانه خپلې لورانې او ښځې د بینظیر انکم سپورټ پروګرام له دفتر څخه نه منع کوي خو په سکولونو، کالجونو او مدرسو کې ی نه داخلوي
د پښتنو دا ډیر بد عادت دې چې خپلې لوڼه سکولو ته نه لیږي

پښتانه که خپلې لورانې سکولونو او مدرسو کې داخلې کړي نو هم دا ښځینه به ی د کور او خاندان د آمدن یوه وسیله جوړه شي

دې  پښتنو دې بعضو بعضو خویونو ته سړې حق حیران شي، زه خو ورته بیخي ډیر غصه هم شم

ښه خویونه هم د پښتتو ډیر دي خو د پښتنو څه بدخویو،خصلتونه او کارونه هم شته چې انسان ته ډیر بد لږي

 خپله لور خور سکول ته نه لیږي، مدرسې ته ی هم نه لیږي ځکه وایی د پښتنو معاشره ده ،خلک به څه وایی؟ خو بیا هم دا نر پښتون خپله خور او ښځه د بینظیر انکم سپورټ پروګرام پیسو راخستلو لپاره اړوند دفتر ته له  تللو څخه نه منع کوي

دلته د پښتنو په دې بد خوی او خصلت ډیر خفه شم چې دوی خو خپله خور لور د تعلیم حاصلولو لپاره سکول او مدرسې ته نه پریږدي خو د روپیو حاصلولو لپاره ی او د انکم یو وسیله جوړولو او منلو لپاره ی د بینظیر انکم سپورټ پروګرام روپیو څخه نه منع کوي

 دا څنګه پښتانه دي؟ ددې پښتنو څه سوچ او فکر دې چې هم دا ښځه ی دفتر ته ځی او د روپیو حاصلولو لپاره ددې دفترونو بیا بیا تګ کوي ترڅو دا ښځې روپۍ ترلاسه کړي ولې خپلې لوڼه او خویندې سکولونو او مدرسو کې نه داخلوي چې دوی تعلیم حاصل کړي او په خپل کور د روزګار موقع ترلاسه کړي، که ددې پښتنو دا ښځې تعلیم حاصل کړي، مدرسې علم زده کړي نو په کور ورته روزګار موقع په لاس راخي او بیا به ددې حکومتي سکیمونو ته مختاجه نه وي خو افسوس چې دا کم علمه او ناپوهه پښتانه خپلې خویندې او لورانې سکولونو ته نه پریږدي

دلته زه د یو نر پښتون مثال ورکول غواړم، زمونږ سمیه لنډي کوتل کې څه وخت وړاندې د ورلډ فوډ پروګرام له لوري ښځینه زده کوونکو لپاره د خوراک یو پیکج چې پکې غواړي او یو شمیر نور توکي شامل وو، ورکول کیدل، په هغه ورځو کې د جونو سرکاري سکولونو کې د جونو زده کوونکو شمیر ډیر زیات شوې وو او هغه کسانو هم خپلې لورانې او خویندې په سکولو کې داخلې کړې وې کوم به چې هم ددې د جونو د تعلیم مخالف وو

دوی به دا جینکې ولې سکولونو ته لیږلې؟

ددې پوښتنې ځواب دادې چې دې نرانو پښتنو به جینکې  ځکه سکولونه ته لیږلې چې دې جینکو به کورونو ته هره میاشت د غوړو لوټا او نور خوراکي توکي راوړل او د کور نارینه به دې ته خوشحالیدل چې لورانو ی غوړي راوړل

خو زه افسوس کوم د پښتنو  په سوچ او فکر چې دوی د خپلو لورانو، ښځو ،خویندو او میندو بینظیم انکم سپورټ پروګرام دفتر ته د لیږلو باندې بد نه مني او د روزګار یوه وسیله ی جوړه کړې خو له بده مرغه هم دا ناپوهه پښتانه خپلې خویندې ،لورانې او ښځې سکولونو او مدرسو څخه منع کوي  

د پښتنو په دې بده خویونو او کارونو یو انسان افسوس کولې شي خو دلته به زه دې ناپوهه پښتنو څخه اوغواړم چې مهرباني وکړې څنګه چې تاسو خپلې خور او لور بینظیم انکم سپورټ دفتر ته په تللو بد نه منې نو هم داسې خپلې لورانې ،ښځې او خویندې سکولو، کالجونو او مدرستو ته هم لیږي که چیرې ښځې زده کړې وکړي نو دوی به کولې شي چې د خپل خاندان، د خپل مور او پلار د آمدن یوه وسیله جوړه شوي او دغه شان به دا جونه او ښخې د ټول عمر لپاره د خپل خاندان او مور پلار د روزګار او د آمدن  لپاره یوه وسیله جوړه شي

Related Articles

د سرچینو ترمخه په شیوا تحصیل کې مهم رابطه پل ترهګرو لوري په چاودیدونکو موادو الوځول شوې دې

January 14, 2026

د قامي امن پیغام کمیټۍ مشرانو نن ډي جي ایی ایس پي آر سره مهمه لیدنه کړې ده او په هیواد کې روان د ترهګرۍ پر ضد ی د ریاست بیانیه کولو باندې هوکړه کړې ده

January 13, 2026

په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې دا نوې د پولیو رنځ کیس مخې ته راغلې دې،ټول پاکستان کې تیر کال ۲۰۲۵ کې پولیو مثبت کیسونه ۳۱ راپور شوي

January 13, 2026

پاکستان حکومت افغان سوداګرو له اجازه ورکړې چې خپل بند تجارتي توګو ډک کانټینر له نورو بندرونو څخه افغانستان ته راوړي

January 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *