تازه خبرونه

  قامي امن پیغام کمیټي: ژمن یو چې د ریاست بیانیه نوره هم قوي کړو

د قامي امن پیغام کمیټۍ مشرانو نن ډي جي ایی ایس پي آر سره مهمه لیدنه کړې ده او په هیواد کې روان د ترهګرۍ پر ضد ی د ریاست بیانیه کولو باندې هوکړه کړې ده
ډي جي ایی ایس پي آر اوویل چې د ملي امنیت په چارو کې یووالی او پر بیانیه اتفاق د وخت مهمه اړتیا ده

ډي جي ایی ایس پي آر د امن پیغام کمیټۍ مشرانو سره دا غونډه دیره مهمه او ګټوره بللې ده او ویلي ی دي چې دې سره به د ریاست بیانیه نوره هم قوي شي

د قامي  امن پیغام  کمېټۍ مشرانو د پاکستان د پوځ د  عامه اړیکو څانګې  مشر ،ډي جي آیی ایس پي آر  سره د ملي بیانیې د پیاوړتیا لپاره د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې ده۔

نن د نهې په ورځ د  آیی ایس پي ار عمومي مشر  لیفټننټ جنرال احمد شریف چودري سره د قامي امن پیغام کمېټې پلاوي د عمومي قومندانۍ په مرکز جي ایچ کیو  کې ملاقات وکړو

د آیی ایس پي آر لوري خپور بیان ترمخه  په دې ناسته کې د فتنه الخوارج په نوم د کالعدم تحریک طالبان پاکستان  او تحریک طالبان افغانستان په تناظر کې د کورني امنیت پر وضعیت هر اړخیز بحث وشو او  په دې مهمه لیدنه کې د دواړو لوري دا ګډ دریځ لا پیاوړی شو

 همدارنګه، په دې ملاقات کې د کشمیر او غزې په اړه د پاکستان  اصولي دریځ  هم بیا تائید وشو

لیفټننټ جنرال احمد شریف چودري وویل چې د ملي امنیت په چارو کې یووالی او پر بیانیه اتفاق د وخت مهمه اړتیا ده، او د مظلومو ملاتړ د پاکستان اخلاقي ذمه واري ده

په ملاقات کې د ملي بیانیې د ودې لپاره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو او د پاکستاني دفاعي  ځواکونو سره د نه ماتېدونکې یووالي څرګندونه وشوه، همدارنګه د ریاست ضد بیانیی پر ضد د ګډ عزم بشپړه څرګندونه هم وشوه

د ملي پیغام د سولې کمېټۍ مشرانو  د فتنه الخوارج او افغان طالبانو غندنه وکړه او ویې ویل چې ترهګري هېڅ ډول جواز نه لري

د قامي امن پیغام کمیټۍ اعلان وکړ چې د منبر او محراب له لارې به د امت د یووالي، ټولنیزې همغږۍ او اساسي قانوني یووالي  پیغام به په ټول هېواد کې خپروي، او د کرکې، فرقه‌واریتوب او تکفیري بیانیې پر ضد به د زیرو ټالرنس پالیسي خپلولو باندې راضي شو

د امن پیغام کمیټۍ  د ریاست بیانیی ته وده ورکولو لپاره په جوماتونو، مدرسو او پوهنتونونو کې د پوهاوي ناستو د زیاتولو وړاندیز هم وکړو ترڅو د ریاست دریځ نور هم عام اولس ته روښانه شي او د ریاسته بیانیه قوي شي

د ډی جي آیی ایس پي ار  په وینا، د دښمن د رواني جګړې پر وړاندې عامه پوهاوی او پر حقیقت ولاړ بیانیه تر ټولو پرېکنده وسله ده

هغه وویل چې دا مهمه لیدنه یو غیرمعمولي ګټور وبلل شو او د باور او عملي همکارۍ په نوو لارو کې د پرمختګ هیله څرګنده شوه

Related Articles

په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې دا نوې د پولیو رنځ کیس مخې ته راغلې دې،ټول پاکستان کې تیر کال ۲۰۲۵ کې پولیو مثبت کیسونه ۳۱ راپور شوي

January 13, 2026

پاکستان حکومت افغان سوداګرو له اجازه ورکړې چې خپل بند تجارتي توګو ډک کانټینر له نورو بندرونو څخه افغانستان ته راوړي

January 13, 2026

داسې اطلاعات راغلي دي چې د افغانستان طالبانو حکومت د ډالرو په بدل کې د بګرام هوایی ډګر امریکا ته ورسپارلې دې

January 13, 2026

ترهګرو د بنو په هوید پولیسو تاڼې په حدودو کې د امن ګمیټي په غړو برید وکړو او څلور د امن لښکر غړي ی شهیدان کړل

January 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *