پېښور: د پاکستان په خیبرپختونخوا صوبه کې د پولیو رنځ یو بل مثبت کیس مخې ته راغلې دې ، د روغتیا محکمې له مخې، د پولیو د مخنیوي لپاره د نیشنل انسټیټیوټ آف هېلتھ لابراتوار په خیبرپختونخوا کې د پولیو د یوې نوې قضیې تصدیق کړې دې
د روغتیا د محکمې په وینا، د شمالي وزیرستان د سپین وام په یونین کونسل کې د څلورو میاشتو یوې ماشومه کې د پولیو وایرس تشخیص شوې دې ، چارواکي وايي، دغه قضیه د تېر دسمبر په میاشت کې د پولیو لابراتوار ته راپور شوې وه او وس ی راپور مثبت راغلې دې
اړوند چارواکي وایی چې په ۲۰۲۵م کال په جریان کې په خیبرپختونخوا کې د پولیو د قضیو شمېر ۲۰ ته ورسیدلو
د تفصیل له مخې، له شمالي وزیرستان څخه ۵، له لکي مروت او ټانک څخه ۴، ۴، له بنو څخه ۳، له تورغر څخه ۲ او له ډېره اسماعیل خان او کوهستان لوئر څخه د مثبت پولیو کیسونو دوه ،دوه کیسونه راپور شو
د روغتیا محکمې وايي، تېر کال په ټول هېواد کې د پولیو د قضیو مجموعي شمېر ۳۱ ته رسیدلې
یاده محکمه وایی چې د پولیسو مثبت کیسونو کې له خیبرپختونخوا څخه ۲۰، له سند څخه ۹، او له پنجاب او ګلګت بلتستان څخه یو یو د پولیس کیس مخې ته راغلې دې
دلته مهمه ده چې باید یادونه وشی چې ، د صحت اړوند پوهانو او ډاکټرانو ترمخه پولیو یوه خطرناک رنځ دې چې د انسان ژوند اخستلې شي او یا ی د ټول عمر لپاره معذورولې شي