تازه خبرونه

د مولانا سلطان د وژنې په تړاو د داعش خراسان ادعا په  منظم ډول د ترهګرۍ حقیقت ښکاره کړې

د داعش خراسان له خوا ناوخته د مسؤلیت منل او د ټي ټي پي او حافظ ګل بهادر ډلې انکارونه ددوی پلانونه څرګندوی
پاکستاني امنیتي سرتېري په جنوبي وزیرستان کې د دیني عالم مولانا سلطان د هدفي وژنې ځای معاینه کوي

فایل فوټو: د مولانا سلطان تر وژنې وروسته په جنوبي وزیرستان کې امنیتي ځواکونو ګزمې او پلټنې پیل کړي دي

اسلام‌اباد : د داعش خراسان څانګې ایی ایس کی پی له خوا په جنوبي وزیرستان کې د مولانا سلطان د وژنې ناوخته ادعا یو ځل بیا هغه څه روښانه کړي چې شنونکي یې له افغان خاورې څخه د فعال منظم ترهګریز یو نظام په توګه یادوي

یوازی دا نه چې دا برید د جلا او یا سیالو وسله‌والو ډلو خپلواک عمل وي.بلکه دا ادعا هغه مهال مخې ته راغله چې پر پېښه د رسنیو پوښښ پراخ شو او د برید د مسؤلیت په اړه پوښتنې راپورته شوې

د برید پر مهال مولانا سلطان لومړی سخت ټپي شو او وروسته یې د شهادت درجه تر لاسه کړه. د یادونې وړ ده چې نه داعش خراسان او نه هم ناقانونه تحریک طالبان پاکستان  د برید پر وخت او یا د هغه له شهادته سمدستي وروسته کوم بیان خپور کړ

څرګندونې یوازې څو ورځې وروسته مخې ته راغلې، چې دا د ناڅاپي غبرګون پر ځای د مرکزي همغږۍ له مخې د تاوان کمولو هڅه ښيي.

د پېښو تسلسل د پام وړ دی. ټي ټي پي او د حافظ ګل بهادر ډلې په چټکۍ سره له برید څخه ځان جلا کړ، خو وروسته داعش خراسان د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست. د امنیتي چارو شنونکي وایي چې دا ډول بڼه—چې یو ګروپ انکار کوي او بل یې مسؤلیت اخلي—د رول وېشلي تبلیغاتي مدیریت نښه ده، نه د ریښتینې سیالۍ. د هغوی په وینا، دا معلوماتي جګړه د یوه واحد قومندانۍ او کنټرول نظام شتون ته اشاره کوي.

یو لوړپوړي امنیتي شنونکي وویل

دا چوپتیا، او بیا په دقیق وخت کې ادعاوې او انکارونه، د مرکزي معلوماتي مدیریت څرګند ثبوت دی. ډلې که څه هم بېلابېل نومونه لري، خو روایت له یوه ځایه کنټرولېږي.

دا پرمختګ د ۲۰۲۱ کال وروسته د داعش خراسان د بدلون په اړه زړې اندېښنې بیا تازه کوي. هغه مهال چې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد، سلګونه داعش خراسان قومندانان او جنګیالي چې ډېری یې د عملیات ضربِ عضب وروسته بې‌ځایه شوي د ټي ټي پي پخواني غړي وو له افغان زندانونو خوشې شول او په نويو وسله‌والو جوړښتونو کې جذب شول. له همدې امله، داعش خراسان د یوې نوې ډلې پر ځای د پخوانیو ترهګریزو شبکو د بیا نومولو بڼه ګڼل کېږي

د مولانا سلطان وژنه په پاکستان کې د نامتو دیني علماوو پر وړاندې د هدفي بریدونو د یوې خطرناکې لړۍ برخه ده. په ۲۰۲۳ کال کې په کوټه کې د جمعیت علمای اسلام (ف) لوړپوړی مشر او فدرالي وزیر مفتي عبدالشکور په هغه برید کې ووژل شو چې مسؤلیت یې داعش خراسان واخیست. همدارنګه په هماغه کال کې په پېښور کې نوموتی دیوبندي عالم مولانا حسن جان ووژل شو، چې پړه یې ټي ټي پي ته منسوبه شوه. په ۲۰۲۵ کال د نومبر په میاشت کې مولوي عزت‌الله هم په ورته شرایطو کې ووژل شو. شنونکي وایي چې په دې پېښو کې د ترهګرو د نومونو بدلېدونکی کارول د اصلي مسؤلیت د پټولو هڅه ده

نړیوالو فورمونو هم د پاکستان اندېښنې تکرار کړې دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ډنمارک مرستیال دایمي استازي خبرداری ورکړی چې ناقانونه ټي ټي پي په مرکزي او جنوبي اسیا کې یو جدي او مخ پر زیاتېدونکی ګواښ دی، او زرګونه جنګیالي یې له افغان خاورې فعالیت کوي

د روسیې دایمي استازي، واسیلي نبنزیا، هم په افغانستان کې د داعش خراسان د پراخېدونکي نفوذ او دوامدارو فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده

د ملګرو ملتونو د څار ټیم راپورونه پرله‌پسې ټینګار کوي چې افغان خاوره د هغو ترهګرو ډلو اډه ده چې د سیمې امنیت ګواښي.

پاکستاني چارواکي وایي چې دا نړیوال خبرداري د اسلام‌اباد اوږدمهاله دریځ تاییدوي،  د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د داعش خراسان او ټي ټي پي په څېر ډلو لپاره خوندي پناه ځای ګرځېدلی دی

د دوی په وینا، دا ګواښ یوازې پاکستان پورې محدود نه دی، بلکې له افغان خاورې د داعش خراسان تړلې د پولې هاخوا دسیسې او بریدونه د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول په مرکزي اسیا کې د چینایي اتباعو او ګټو پر ضد هم ترسره شوي دي

د مولانا سلطان په قضیه کې د ټي ټي پي انکار او د داعش خراسان وروسته ادعا د تضاد پر ځای همغږي بلل کېږي. که څه هم دا ډلې بېلابېل بیرغونه لري، خو جنګیالي، پناه ځایونه او ستراتیژیک اهداف یې یو دي ، په پاکستان او ټوله سیمه کې بې‌ثباتي او تاوتریخوالی ژوندي ساتل ددوی بنسټیز هدفونه دي

دلته ددې خبرې باید یادونه وشی چې تر څو چې پلټنې روانې دي، د مولانا سلطان وژنه یو ځل بیا دا حقیقت په ډاګه کوي چې له افغان خاورې فعالې ترهګرې ډلې که نومونه بدلوي، خو موخه، قومنداني او لارښوونه یې یوه ده

نورخبرونه: جنوبي وزیرستان کې ترهګریز برید: مولانا سلطان د سخت ټپي کیدو وروسته ساه ورکړې

Related Articles

په خیبر ولسوالۍ کې د پاکستان–افغانستان سرحد نژدې درنې نښتې راپور شوې، چارواکو لا د ښکېلو خواوو په اړه معلومات نه دي ورکړي

February 25, 2026

د ایدریس ستانکزۍ توند انتقاد د سرحدي کړکېچونو په زیاتېدو سره د طالبانو ملاتړو پر ضد د زیاتېدونکي ناراضګۍ څرګندونه کوي

February 25, 2026

پر څو سرحدي نقطو د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ دوه‌خواهه ډزې روانې دي، درنې وسلې کارول شوي، خو د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی

February 25, 2026

د ډیپلوماتیکو اصولو سرغړونه: د افغانستان د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني پاکستان ته ګواښونه کړي

February 24, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *