ضلع خیبر: د پیښور او تورخم په لویه لار د جمرود په تحصیل کې یوه بده ترافیکي پیښه شوې ده ، سرچینې وایی دا پیښه بیګا دشپې په ۱:۳۰ یوه نیمه بجه شنبې او یکشنبې (خالي او اتوار) ترمنځ د شپې ناوخته مخې ته راغلې ده چې له امله څلور ځوانانو ژوند له لاسه ورکړې دې
په لومړي معلوماتو کې ویل کیدل چې د وادي زلمي هم مړه شوي دي خو بیا وروسته تاید شوه چې د واده زلمۍ حسین او کمال په بل ګاړي کې وو او دوی بچ پاتې شوې دي

د سرچینو ترمخه د وژل شوو کسانو تعلق له یوې کورنۍ سره دی او د جمرود نوې ابادۍ اوسېدونکي وو۔ په مړو شوو کسانو کې ضرار، داود، سهیل او منصور شامل دي، په داسې حال کې چې نعمان خان سخت ټپي شوی او دا مهال د روغتون په آیی سي یوڅانګه کې د درملنې لاندې دې په مړو شویو ځوانانو کې سهیل او منصور دوه ورونړه هم شامل دې
د څلورو واړو ځوانانو د جنازې لمونځ به نن سهار په ۱۱ بجو د ټیډي بازار په میدان کې ادا کېږي
دلته دا مهمه ده چې یادونه وشی چې دا ځوانان د واده زلمو حسین او کمال سره په ګډه د سالون، د سینګار خونې ته تللي وو او چې واپس راتلل نو ددوی یو ګاړې چې پکې ی نور ملګرو او خپلوان سپاره وو د ترافیکي پیښې ښکار شو