ضلع خیبر: پاک افغان بارډر سره نزدې د ضلع خیبر په ملاګورو سب تحصیل کې وسله والو سره نن د خالي په رځ د امنیتي ځواکونو نښتې شوي دي، نامعلومه ترهګرو ضلع باجوړ کې هم یو د سی ټي ډي اهلکار هدف ګرځولې او شهید کړې ی دې
د بشپړ تفصیلاتو ترمخه د ضلع باجوړ په ماموند تحصیل کې نامعلومه ترهګرو د سي ټي ډي یو اهلکار چې د سیفور په نامه پیژندل شوې، په هدف کړې او شهید کړې ی دې
د سرچینو ترمخه پولیسو سیمه کلابنده کړې او د ترهګرو پلټنې ی پیل کړې ،بل خوا د شهید اهلکار جنازه په باجوړ پولیس لاین کې ادا کړې شوه

د امنیتي او ځایی سرچینو ترمخه نن د خالي په ورځ د ماسپخین وروسته د ضلع خیبر په سب تحصیل ملاګورو کې هم د وسله والو سره په نښته کې یو د ایف سي ځواک اهلکار ژوند له لاسه ورکړو
د یو ځایی خبریال ترمخه د شهید شوي اهلکار پیژندګلو د لانس نایک رحمت شهید په توګه شهید شوې ده او وسله والو سره په نښته کې څلور د ایف ځواک سرتیري ټپیان شوي هم دي
په سوشل میډیا یو داسې انځور هم خپور شوې دې چې ویل کیږي چې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان دوه جنګیالي هم ځایی قبایلي اولس نیولې دي
ویل کیږي چې وسله والو سره ځایی قبایلي اولس هم نښته کړې ده خو د اولس لوري څه ځاني زیان راپور مخې ته نه دې راغلې
د سپیشل برانچ شهید اهلکار جنازه ادا شوه
بل لوري ته پرون په جمرود کې د پولیس ځانګړې څانګې (سپېشل برانچ) د شهید شوي سرتېري د جنازې لمونځ ادا شوې دې
د سپېشل برانچ اهلکار قیوم خان د شاکس روډ په سیمه کې نامعلومو ترهګرو د ډزو په پایله کې شهید کړی وو
د شهید شوي اهلکار جنازه د بشپړو دولتي اعزازونو سره ادا شوه، چې پکې یو شمیر د پولیس مشرانو ګډون وکړو
د بشپړه تفصیل ترمخه ضلع خیبر د جمرود تاڼې اړوند د شاکس روډ په سیمه کې د نامعلومو کسانو د ډزو له امله شهید شوی د سپېشل برانچ کانسټېبل قیوم خان د جنازې لمونځ د پېښور په ملک سعد شهید پولیس لاین کې د بشپړو سرکاري اعزازونو سره ادا شو
د جنازې په مراسمو کې د سپېشل برانچ اېډیشنل آی جي کاشف عالم، سي سي پي او پېښور ډاکټر میاں سعید احمد، چیف ټریفک آفیسر ډاکټر زاهد الله، اېس اېس پي آپرېشنز فرحان خان، د ضلع خیبر ډي پي او وقار احمد، د پاک پوځ لوړپوړو افسرانو، د شهید خپلوانو او د پولیسو د افسرانو او سرتېرو لوی شمېر ګډون وکړ
په دې موقع د پولیسو چمتو سرتیرو شهید ته سلامي وړاندې کړه، پولیس افسرانو د شهید پر جسد د ګلانو ګېډۍ کېښودې او د شهید د لوړو درجو لپاره ی ځانګړې دعاګانې وکړې د جنازې له ادا کېدو وروسته د شهید جسد د پولیسو د ځانګړي سکواډ په ملتیا د هغه خپل ټاټوبي ضلع خیبر ته ولېږدول شو، چېرې چې هغه د پلرني کلي په ادیره کې خاورو ته وسپارل شو
نورخبرونه: جنوبي وزیرستان کې ترهګریز برید: مولانا سلطان د سخت ټپي کیدو وروسته ساه ورکړې