تازه خبرونه

ټي تي پي د هند په ملاتړ پاکستان کې ترهګري کوي

په دې وروستیو کې ډي جي آیی ایس پي آر خبري غونډې ته اوویل چې پاکستاني ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان ترهګر په نښه کړي او دوی افغان طالبان نه دي په نښه کړي
د پاکستان پوځ ویاند اوویل چې داسې بیانیه خپریږي چې دا جنګ یوازې د پوځ دې ، ویې ویل دا جنګ د ټول پاکستاني قوم دې

د پاکستان پوځ ویاند اوویل چې افغانستان کې ترهګر له هند لوري مرسته ترلاسه کوي او په دې سیمه کې د هند په مشرۍ کې ترهګري کیږي

د روان کال جنورې د میاشتې په ۶مه نیټه د پاکستان پوځ ویاندې ادارې آيی ایس پي ار ویاند لیفټننټ جنرل احمد شریف په یو پریس بریفنګ کې اوویل چې د پاکستان دفاعي ځواکونو په تیر کال ۲۰۲۵ اکتوبر په میاشت کې ناقانه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان ترهګر په نښه کړل

په خبري کانفرنس کې هغه اوویل چې د پاکستان ځواکونو په دې بریدونو کې افغان طالبان نه دي په نښه کړي او موږ سره ددې ټول ثبوتونه شته چې څوک ترهګر دي او څوک ترهګري کوي

ډي جي آیی ایس پي آر اوویل چې موږ ته ټول معلومات شته چې په کومو کومو سیمو کې ځای ورکړل شوې دې ،زیاته ی کړه چې د ترهګرو لورې لس لوی پیښې او بریدونه ترسره شول

هغه اوویل ترهګرو په ملکي وګړواو نورو اسانو هدفونو بریدونه وکړل او دا  او دا ټول ترهګریز بریدونه د افغانانو له لوري ترسره شوي دي

لېفټیننټ جنرل احمد شریف چودهري وویل، داسې تاثر جوړول کېږي چې ګواکې دا جګړه یوازې د پوځ ده، ټینګار ی وکړو چې نا دا د ټول ملت جګړه ده او  د هر ماشوم جګړه ده. که د ترهګرۍ دا ناسور له منځه یووړل نشي، نو سبا به په ښوونځیو، دفترونو او کوڅو کې هم  بریدونه کېږي

د ډرون بریدونو په اړه هغه اوویل چې داسې تاثر هم ورکول کېږي چې پاکستان پوځ ډرونونه کاروي، هغه زیاته کړه چې د ترهګرو لوی ملاتړ کوونکی هند دی او دا هرڅه د هند په ملاتړ کیږي ،وې ویل چې بهرني ترهګر  ترهګر اوس وسله وال  کواډ کاپټر  کاروي

ډي جي آیی ایس پي آر اوویل چې ترهګر  جوماتونه، عام ځایونه او دخپلې دفاع لپاره عام کورونه کاروي او د هغوی یوه  ځانګړې ډله د چاودیدونکو مواد ډک کواډ کاپټرونو څخه هم استفاده کوي

ټینګار ی وکړه چې  خوارج  په جوماتونو کې ناست دي او  کواډ کاپټرونه د ترهګرۍ لپاره کاروي، زیاته ی کړه چې ترهګر  ښځې او ماشومان یې د سپر په توګه استعمالوي، خو د پاکستان پوځ یوازې ترهګر او د هغوی ملاتړ کوونکي په په نښه کوي

پاکستان بیا بیا دا دریځ چې افغان خاوره د ټي ټي پي لوري کارول کیږي، په نړیوال فورمونو را اوچته کړې ده خو طالبان له دې انکار کوي

ملګرو ملتونو هم ناقانونه ګرځول شوې ډله تحریک طالبان پاکستان د پاکستان او د سیمې هیوادونو لپاره یو لوی ګواښ بللې دې نو وس وخت راغلې چې افغان طالبان خپل د ضد سیاست پریږدي او د ټي ټي پي پر ضد داسې اقدام وکړي چې نړیوال هیوادونو او ملګرو ملتونو ته معلومه شی چې افغان طالبانو په رښتیا د ترهګرو پر ضد اقدام کوي چې دا سیمه له ترهګرو پاکه کړي

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *