اسلاماباد : د دوحې تړون د حدودو او اغېزو په اړه يو ځل بيا بحث تود شوی، وروسته له هغه چې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څرګندونې وکړې او د وتلي خبريال مشتاق يوسفزئي له خوا پرې توند غبرګون وښودل شو
دې تبادلې يو ځل بيا په دوحه او ترکيه کې د پاکستان او طالبانو تر منځ روانو ډيپلوماتيکو تماسونو ته پام ور واړاوه
په وروستيو څرګندونو کې د پاکستان د پوځ وياند لېفټيننټ جنرال احمد شريف چوهدري د سيمهييز امنيت په اړه د خبرو پر مهال د ۲۰۲۰م کال د امريکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون يادونه وکړه.
زلمی خليلزاد په غبرګون کې وويل چې که څه هم دغه تړون په مستقيم ډول د افغانستان–پاکستان موضوعات نه رانغاړي، خو بيا هم د داسې يو مفهومي چوکاټ بېلګه کېدای شي چې د کابل او اسلاماباد تر منځ د يو جلا دوهاړخيز تړون الهام ورکړي.
خليلزاد وويل چې که افغانستان او پاکستان يو ورته تړون وکړي، چې له مخې يې دواړه هېوادونه ژمن شي هېڅ فرد يا ډله، د داعش خراسان څانګې او تحريک طالبان پاکستان په ګډون، د بل هېواد پر ضد د خپل خاورې کارولو ته پرېنږدي، نو دا به د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره لوبه بدلوونکی ګام وي.
هغه زياته کړه چې که دا ډول تړون د درېيم لوري د څارنې تر سيوري لاندې عملي شي، نو د دواړو هېوادونو امنيتي ګټې به خوندي کړي. خليلزاد د طالبانو له مشرانو سره د خپلو وروستيو تماسونو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې هغوی د داسې يو تړون د خبرو اترو لپاره چمتو ښکاري، خو اوس بال د پاکستان په ميدان کې دی.
د خليلزاد څرګندونو ته د وتلي خبريال مشتاق يوسفزئي له خوا توند غبرګون وښودل شو. هغه د امريکايي چارواکو پام د پاکستان هغې تېرې ونډې ته واړاوه چې د واشنګټن او طالبانو تر منځ د خبرو د اسانتيا لپاره يې ترسره کړې وه. يوسفزئي وويل ,,يو وخت داسې و چې امريکايي چارواکي به په پرلهپسې ډول اسلاماباد ته راتلل، څو د طالبانو د خبرو مېز ته راوستلو لپاره د پاکستان مرسته تر لاسه کړي.،،
هغه زياته کړه چې د دوحې د بهير په بريا کې د پاکستان رول هغه مهال په پراخه توګه منل شوی و، خو ,,اوس چې موخه پوره شوې، پاکستان منفي انځورول کېږي،،.
د دوحې تړون، چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې لاسليک شو، طالبان دې ته ژمن کړل چې د افغانستان خاوره به د امريکا او د هغې د متحدينو پر ضد د ترهګرو ډلو له خوا نه کارول کېږي. که څه هم دا تړون په څرګنده توګه پاکستان نه رانغاړي، خو شنونکي وايي چې د دې تړون بنسټيز امنيتي اصول اوس په سيمهييزو بحثونو کې په زياتېدونکي ډول يادېږي.
ډيپلوماتيکې سرچينې وايي چې په وروستيو مياشتو کې د پاکستان او طالبانو تر منځ څو ځله خبرې شوې دي، چې پکې په دوحه او ترکيه کې ناستې هم شاملې دي.
دا خبرې تر ډېره پر سرحدي امنيت، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، او د پولې پورې غاړې د بريدونو د مخنيوي پر لارو چارو متمرکزې وې. سره له دې، اسلاماباد ټينګار کوي چې هر ډول واقعي پرمختګ هغه مهال ممکن دی چې طالبان د ټي ټي پي په څېر ډلو پر ضد د عملي او د باور وړ ګامونه پورته کړي.
شنونکي وايي چې دا وروستۍ تبادله يو ځل بيا د سيمهييزو امنيتي ترتيباتو کې د حساب ورکونې او باور نهحل شوې ستونزې رابرسېره کوي.
که څه هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د يو رسمي عدمتيري او د ترهګرۍ ضد تړون غوښتنې زياتېږي،
خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دوحې تړون تجربه ښيي چې د کاغذ پر مخ ژمنې او د ځمکې پر مخ عملي کېدل ډېر ځله يو له بله مختلف دی ، تر اوسه پورې، دا بحث يو ځل بيا د پاکستان پر تېر او اوسني رول، د څارنې د منلو په اړه د طالبانو پر چمتووالي، او پر دې پوښتنې رڼا اچوي چې ايا د دوحې له تړون څخه الهام اخېستی يو دوهاړخيز تړون په رښتيا هم د دغو دوو ګاونډيانو تر منځ اړيکې باثباته کولی شي او که نه
نورخبرونه: پاکستان د طالبانو وياند د افغانستان د ثبات ادعاوې رد کړې دي