تازه خبرونه

افغان طالبان: تورخم له لارې ۲۹۳۴ افغان وګړي هیواد ته راغلل

افغان طالبانو وایی پرون تورخم له لارې ۵۳۴ افغان کورنۍ واپس هیواد ته راستنې شوي او ،ثب شوي او ددوی بایومیټرک شوې دې
افغان کورنۍ د خپلو سامانونو سره د پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو په بهیر کې د پولې اوښتو پر مهال

فایل فوټو: افغان وګړي د پاکستان–افغانستان له پولې د ستنېدو پر مهال

تورخم:   د  افغانستان حکومت مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء  د کمېټو ورځنی کاري راپور جاري کړې

راپور د سه شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۷/۱۶هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱۰/۱۶هـ ل نېټې سره، سمون خوري،  د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي دي

د اسلام کلا له لارې (۱۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۵) کورنیو سره مجموعًا (۱۰۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۱۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۱)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۵۱۹)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲)کورنیو سره مجموعًا (۲۰۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده.

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۲۷۱)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۲)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د سپین بولدک له لارې (۵۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷۶)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

له سپین بولدک څخه (۲۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۳)تنه و، مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۱۳۶۴۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۶)کورنیو سره مجموعًا (۴۵۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي

غذا: په سپین بولدک کې (۶۳۰)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۰)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د تورخم له لارې (۵۳۴)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۲۹۳۴)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۰۲)کورنیو سره مجموعًا (۱۶۶۸۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده.

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۹۸)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

 په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

له کابل څخه (۱۰۳)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۲۴)تنه و، بېلا بیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۵۱۴۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۶۲۴)کورنۍ او (۳۳۲۴)افراد

لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۱۲۴)کورنۍ او (۷۲۷)افراد

مرسته شوي مهــاجرین:              (۲۷۵)کــورنۍ وېشل شوي سیمکارتونه:              (۵۵۰)عــــدده

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *