تازه خبرونه

امریکا افغانستان کې خپلې دفاع لپاره اقدامات کوي: زلمې خلیلزاد

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانۍ د امن سفیر زلمي خلیلزاد په یو مرکه کې ویلي دي امریکا غواړي افغانستان څخه کوم ګواښ دوی ته بیا راپیدا نه شي
زلمی خلیلزاد د پاکستان او ټي ټي پي په اړه بیا شکمنه وینا کړې ده

زلمي خلیلزاد په مرکه کې ویلي دي چې طالبان وایی دوی به هیڅکله افغان خاوره د بل هیواد پر ضد د کارولو اجازه ور نه کړي

 د افغانستان لپاره د امریکا حکومت او پخواني امریکا ولسمشر بش پخوانۍ سفیر او ځانګړې استازې زلمي خلیلزاد په یوه ټي وي مرکه کې ویلي دي چې هغه وس په امریکایی حکومت کې نه دې او افغانستان ته سفرونه ی په شخصي توګه او د افغانستان سره د نزدې تړاو او مینې له امله ترسره کیږي

زلمې خليلزاد، چې پخوا د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی و، په کابل کې له طلوع نيوز سره په مرکه کې تأييد کړه چې د ده د وروستي سفر موخه په افغانستان کې د زنداني دوه امريکايي اتباعو خوشې کول دي

 د خليلزاد په وينا، طالبانو تر اوسه د هغوی د خوشې کولو په اړه څرګند او ښکاره ځواب نه دی ورکړې

 د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا امريکا د افغانستان هوايي حريم نقض کوي (د بې پيلوټه الوتکو په الوتلو سره)،  زلمي خلیلزاد وويل چې متحده ايالات دا اقدامات د خپل هیواد د دفاع لپاره کوي

خلیلزاد ټینګار وکړو چې امریکا دا ګامونه دې لپاره اخلي  تر څو هیڅکله بیا له افغانستانه د امريکا پر ضد د برید ګواښ راپیدا نه شي

هغه دا هم وويل چې طالبان وايي دوی به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاورې څخه د بل هېواد پر ضد ګټه واخستل شي

زیاته ی کړه چې په داسې وخت افغان طالبان په سل سلنه ډاډ سره دا نه شي ويلای په افغانستان کې به داسې تن شتون و نه لري چې له هغه لوري امریکا ته ګواښ وی

ټي ټي پي او د خلیلزاد لانجه من بیان

خلیلزاد اوویل چې افغان طالبانو د ټي ټي پي مسله هوارولو لپاره پاکستان ته ښه وړاندیزونه وکړل

خلیلزاد زیاته کړه، تر اوسه ورته روښانه نه ده چې پاکستان څه غواړي ؟ وې ویل چې  ایا غواړي د ټي ټي پي  موضوع حل کړي، که غواړي افغانستان داخلي او خارجي ستونزو ته ټېل ووهي

د پاکستان چارواکو او کارپوهان غبرګون

د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو له ډیرې مودې راهیسي دا روښانه دریځ دې چې افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي او د پاکستان دا دریځ نړیوالو او ملګرو ملتونو هم منلې دې

دلته دا هم باید یادونه وشی چې ملګرو ملتونو او نړیوالو هیوادونو د افغانستان په اړه دا هم په ډاګه کړې چې په افغان خاوره ترهګرې ډلې د سیمه ایز هیوادونو او سرحدي سیمو کې د امن او ثبات لپاره لوی ګواښ دې او باید د دوحه تړون عملي کړې او دا ډلې په سیمه کې ترهګرۍ لپاره پرې نږدي

خو طالبان له دې ژمنو پرته انکار کوي او وایی چې ټي تي پي د پاکستان داخلي مسله ده خو بیا د شنونکو په وینا ټي ټي پي د پاکستان داخلي مسله نه ده ځکه د یادې ډلې وسله وال په افغانستان سرحدي سیمو کې پټنځایونه لري ، الته بریدونه پلانوي او بیا ی پاکستان کې ترسره کوي

د دفاعي او سیاسي شنونکو لورې دې لانجه من بیان ته تود غبرګون وښودل شوې دې، کارپوهان وایی که خلیلزاد وایی چې طالبان سل سلنه دا ډاډ نه شوی ورکولې چې افغان خاوره به د کوم هیواد پر ضد نه کارول کیږي

شنوونکي سپارښتنه کوي چې داسې بیان روښانه کوي که چیرې کومې ډلې افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي نو هم دوی سل سلنه ډاډ نه شی ورکولې چې افغان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي، شنونکي زیاتوي چې د خلیلزاد داسې بیانونه به د پاکستان او افغانستان اړیکې نورې هم ترینګلې کړي او خلیلزاد باید له داسې لانجه منو بیانونو ورکولو څخه ډډه وکړي

نورخبرونه: افغان طالبان او کال ۲۰۲۵:  افغانستان کې  د ښځو حقونه د ښپو لاندې شوي

خلیلزاد: طالبان باید د خبرو اترو له لارې امریکا سره د بګرام مسله هوار کړي

زلمي خلیلزاد له افغانستانه غوښتي چې د پاکستان او ټي ټي پی ترمینځ شخړه هوارولو کې رول ولوبوي

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *