د پاکستان د امنیت او څېړنو اداره په خپل کلني راپور کې ویلي، چې که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې د تګ راتګ لارو له تړل کېدو وروسته دپولی پورې غاړې نه ترهګریزو بریدونو کې کمښت راغلی، خو ۲۰۲۵ کال بیا هم د تېرو لسو کلونو تر ټولو خونړی کال ثابت شوې دې
د سی آر ایس ایس رپورټ ښیې پاکستان د اکتوبر په ۱۱مه له افغانستان سره د پولې د تړل کېدو وروسته د تاوتریخوالي او ترهګریزو بریدونو له امله د مرګ ژوبلو په شمېرو کې د پام وړ کمی تجربه کړی
د اکتوبر راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ ټولې لارې تړلې دي او یوازې د پاکستان له خوا افغان کډوال بېرته ستنېږي
سې ار ایس ایس رپورټ ښیې ۲۰۲۵ کال د دسمبر په میاشت کې ترهګریز بریدونه نږدې ۱۷ فیصده کم شوي
په داسې حال کې چې د نومبر په میاشت کې دا کمښت ۹ سلنې ته رسېدلی وو خو په بشپړ ډول د تاوتریخوالي کچه په ۲۰۲۵ کې نږدې ۳۴ سلنه لوړه شوې، چې دا کال یې د یوې لسیزې تر ټولو خونړی کال ګرځولی دې
د راپور ترمخه، پاکستان له ۲۰۲۱ کال راهیسې پرلهپسې پنځه کاله د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره مخ دی، چې دا لړۍ په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره هم مهاله ده. د ۲۰۲۵ کال پر مهال د ۱،۲۷۲ ترهګریزو پېښو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو له امله ۳،۴۱۷ کسان وژل شوي او ۲،۱۳۴ نور ټپیان شوي دي
سې آر ایس ایس وايي، په ۲۰۲۴ کال کې د وژل شوو شمېر ۲،۵۵۵ و، خو دا شمېره په ۲۰۲۵ کې ۳،۴۱۷ ته لوړه شوه، یعنې نږدې ۳۴ سلنه کلنی زیاتوالی. تر ټولو لوی زیاتوالی په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوي، چیرې چې د وژل شوو شمېر له ۱،۶۲۰ څخه ۲،۳۳۱ ته لوړ شوی، چې د ټول هېواد د زیاتوالي له ۸۲ سلنې څخه زیات جوړیږی
په بلوچستان کې هم تاوتریخوالی زیات شوی، هلته د وژل شوو شمېر له ۷۸۷ څخه ۹۵۶ ته رسېدلی، چې د تېر کال په پرتله شاوخوا ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي
راپور زیاتوي، ۲۰۲۵ کال د ناقانونه وسلهوالو لپاره هم د یوې لسیزې تر ټولو مرګونی کال و. یوازې په خیبر پښتونخوا کې د ټولو مرګ ژوبلو ۶۸ سلنه او د پېښو شاوخوا ۶۳ سلنه ثبت شوې دي، ورپسې بلوچستان دی چې د مرګ ژوبلو ۲۸ سلنه او د پېښو له ۳۰ سلنې زیات پکې شوي دي.
په پنجاب او سند صوبو کې بیا د تاوتریخوالي پېښې د پخوا په څېر کمې پاتې شوې دي. په پنجاب کې ۲۵ پېښې ثبت شوې چې ۴۰ کسان پکې وژل شوي، او په سند کې ۵۱ پېښې شوې چې ۵۶ کسان پکې وژل شوي دي
په رپورټ کی ویلی شوی په ۲۰۲۵ کې د لږ تر لږه ۳۹۲ امنیتي عملیاتو پر مهال شاوخوا ۲،۰۶۰ ناقانونه وسلهوال وژل شوي دي. راپور ښيي چې اکتوبر د وسلهوالو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه، کله چې امنیتي ځواکونو په ټول هېواد کې عملیات سخت کړل په ټولیز ډول، ۲۰۲۵ کال د پاکستان لپاره د ترهګرۍ او ناامنۍ له پلوه د یوې لسیزې تر ټولو خونړی کال ګرځېدلی، چې پکې د ۲۰۱۵ راهیسې تر ټولو لوړه مرګ ژوبله ثبت شوې ده
نورخبرونه: صوبایی حکومت وایی وسله والو سره د کومو خبرو اترو امکان نشته