د هند او پاکستان د لوړو پوړو چارواکو ترمنځ په ډهاکه کې ملاقات شوی چې د دواړو اټومي ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د يخ ماتېدو نښه بلل کېږي
د هند د بهرنيو چارو وزير اېس جي شنکر او د پاکستان د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د چهارشنبې په ورځ يو بل سره لنډه مهاله خبرې وکړې
دا ملاقات په ډهاکه کې د بنګله دېش د پخوانۍ وزيراعظمې بېګم خالده ضياء د مړینی په مراسمو کی شوی ، خالده ضیا د سه شنبې په ورځ د ۸۰ کلونو په عمر کې له نړۍ سترګې پټې کړې
دلته مهمه ده چې باید یادونه وشي چې د مې ۲۰۲۵ کال کې د څلور ورځني پوځي تاوتريخوالي وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ وړومبی ملاقات دې
د عينې شاهدانو په وينا، فضا انساني او مسلکي وه، کله چې جي شنکر د سردار اياز صادق څوکۍ ته ورنږدې شو۔ دواړو مشرانو يو بل سره لاس ورکړو، موسکا يې وکړه او د يو بل د خيريت پوښتنه يې وکړه
که څه هم کوم رسمي مذاکرات ونه شول، خو دا اشاره د وروستيو مياشتو د کړکېچنو اړيکو په نظر کې نيولو سره يو مهم سفارتي پرمختګ ګڼل کېږي
دواړه مشران د بېګم خالده ضياء د دولتي جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ډهاکه ته تللي وو، د خدای بخښلې خالده ضیا په سيمه کې د بنګله دېش د لومړۍ منتخبې ښځينه وزيراعظمې په توګه درناوی کېده
دا هم باید یادونه وشي چې د هند او پاکستان اړيکې سږ کال په اپرېل کې د پهلګام د بريد وروسته خرابې شوې، چې له امله يې د مې په مياشت کې څلور ورځنی شخړه رامنځته شوه
په دې نښته کې جنګي الوتکې، ميزايلونه او ډرونونه وکارول شول او دواړو غاړو ته مرګ ژوبله واوښته خو د امريکا په منځګړيتوب اوربند وشو
دلته ددې مهم ټکې او هغه وخت یادونه وشی چې د هند کرکټ بورډ د لوري دا تاوتريخوالی د سپورټس څانګی ته هم غځيدلې وو چې د ۲۰۲۵ آسيا کپ پر مهال ځينو د هند کرکټ قامي ټیم لوبغاړو د پاکستان لوبغاړو سره د لاس ورکولو څخه هم ډډه کړې وه
د دې اوونۍ سفارتي اشاره د تېرې يخې فضا پر خلاف يو مثبت بدلون ښيي او دا څرګندوي چې حتی د ژورو اختلافاتو سره سره هم د نړيوالو مراسمو پر څنډو کې متقابل درناوی او مدني رويه ساتل کېداي شي
نورخبرونه: د پاکستان او افغان طالبانو شخړه: هندي رسنۍ اور ته لمن وهي
اسحاق ډار: له معرکهٔ حق وروسته الله تعالی پاکستان ته ستر عزت ورکړو