تازه خبرونه

کال ۲۰۲۵:  د  پاکستان او امریکا  اړیکې د دیپلوماسۍ، امنیت او اقتصاد په برخو کې پیاوړې شوې

پاکستان کې د امریکا د سفارت چارژدافیر نټالي بیکر د کال په پای پیغام کې د نوې باور فضا، پراخې همکارۍ او اوږدمهاله پانګونې یادونه کړې
د امریکا چارژدافیر نټالي بیکر په ۲۰۲۵ کال کې د امریکا–پاکستان اړیکو په اړه د ویډیويي پیغام پر مهال

فایل فوټو: د امریکا چارژدافیر نټالي بیکر ویلي دي چې د امریکایي پانګونو په پاکستان کې د زرګونو دندو په رامنځته کولو کې مرسته کړې

اسلام‌اباد :  د امریکا متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ دوه‌اړخیزو اړیکو  کې  په ۲۰۲۵ کال کې د پام وړ ښه‌والی راغلی چې همکاري یې د دیپلوماسۍ، امنیت، اقتصادي پراختیا او زده‌کړو په برخو کې پراخه شوه

 دا خبره د امریکا د سفارت چارژدافیر نټالي بیکر د کال پای په پیغام کې کړې ده

نټالي بیکر په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې شراکت تر بل هر وخت پیاوړی شوی او نږدې همکارۍ عملي پایلې لرلې، لکه د کارموندنې فرصتونه، د خوړو امنیت پیاوړتیا، د ادارو ملاتړ او بشري مرستو کی هم اړیکی زیاتی شوی

 هغې زیاته کړه چې امریکایي پانګونو په پاکستان کې د زرګونو دندو په رامنځته کولو کې مرسته کړې او همداراز یې د عدلیې او قانون پلي کوونکو ادارو د اصلاحاتو ملاتړ کړی دی.

هغې وویل چې امریکا د اړتیا پر مهال د پاکستان تر څنګ ولاړه وه، په ځانګړي ډول د موسمي بارانونو (مون سون) د سېلابونو پر مهال، او دواړو هېوادونو د خوندي، مقاوم او سوکاله راتلونکي لپاره خپله ګډه ژمنتیا بیا تایید کړه

۲۰۲۵ کال د لوړې کچې دیپلوماتیکو اړیکو او بیا راژوندۍ شوې امنیتي همکارۍ له امله ځانګړی و. یو مهم پړاو هغه مهال رامنځته شو چې د ۲۰۲۵ کال په جون کې د پاکستان د پوځ مشر، فیلډ مارشل عاصم منیر، سپینې ماڼۍ ته سفر اوکړو

 له دې وروسته د ستمبر په میاشت کې د لومړي وزیر شهباز شریف له لوري ګډ سفر ترسره شو، چې دا د واشنګټن او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د بیا تنظیم او د باور د نوې مرحلې نښه وه

امریکا همداراز د سیمې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره رول ولوباوه او د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې یې د هند او پاکستان ترمنځ د پولې د لنډې شخړې پر مهال د اوربند په منځګړیتوب کې مرسته وکړه

 پوهان وایی  دا پرمختګ د پاکستان د دیپلوماتیک مسیر لپاره یو مهم بدلون وو چې د نړیوالو دیپلوماتیکو کړیو په منځ کې یې دریځ لا پیاوړی کړې

امنیتي همکاري د امریکا–پاکستان د ترهګرۍ ضد خبرو اترو د بیا پیل له لارې نوره هم ژوره شوه، چې پایله یې د واشنګټن له لوري د بلوچستان لبریشن آرمي د بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه نومول وو. پاکستان دغه اقدام یو مهم دیپلوماتیک پرمختګ وباله

په ۲۰۲۵ کال کې اقتصادي همکاري له دودیزو مرستو واوښته او د اوږدمهاله پانګونې پر لور لاړه. د ډسمبر په میاشت کې د امریکا د صادراتو او وارداتو بینک د ریکوډیک د کان کیندنې پروژې لپاره د ۱٫۲۵ میلیارده ډالرو تمویل تصویب کړ، چې تمه ده زرګونه دندې رامنځته کړي او پرمختللې امریکایي ټکنالوژي پاکستان ته راولي.

همداراز د اینګرو سرې جوړولو شرکت لپاره د محلي اسعارو د تمویل یوه جلا طرحه د خوړو امنیت او واړه کرونده ګر پیاوړي کړل

زده‌کړې او د خلکو ترمنځ اړیکې هم د دواړو هېوادونو د اړیکو مهمه برخه پاتې شوې. د ډسمبر په ۸مه، نټالي بیکر په اسلام‌اباد کې د امریکا د تعلیمي بنسټ نوې پنځه‌پوړیزه ودانۍ پرانسته، چې د فولبرایټ پروګرام د ۷۵ کلونو د پوره کېدو نښه ده. دغه پروګرام تر اوسه له ۹ زرو څخه زیاتو پاکستانیانو ته په امریکا کې د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

د ۲۰۲۵ کال د سېلابونو پر مهال، د امریکا پوځ هدفمندې بشري مرستې، لکه برېښنا جنراتورونه او د اوبو ایستلو پمپونه، پاکستان ته ورسول، چې دا د بشري بحرانونو پر مهال د واشنګټن دوامداره ملاتړ څرګندوي

Related Articles

په خیبر ولسوالۍ کې د پاکستان–افغانستان سرحد نژدې درنې نښتې راپور شوې، چارواکو لا د ښکېلو خواوو په اړه معلومات نه دي ورکړي

February 25, 2026

د ایدریس ستانکزۍ توند انتقاد د سرحدي کړکېچونو په زیاتېدو سره د طالبانو ملاتړو پر ضد د زیاتېدونکي ناراضګۍ څرګندونه کوي

February 25, 2026

پر څو سرحدي نقطو د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ دوه‌خواهه ډزې روانې دي، درنې وسلې کارول شوي، خو د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی

February 25, 2026

د ډیپلوماتیکو اصولو سرغړونه: د افغانستان د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني پاکستان ته ګواښونه کړي

February 24, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *