تازه خبرونه

نیویارک ټایمز: د  هند آر اېس اېس یو ترهګر تنظیم دې

امریکایي ورځپاڼه وایي نیو یار ټایمز په یو راپور کې وایی چې آر اېس اېس یو پټ، نیم پوځي او هندو توندلارې سازمان دی چې د هند پر سیاست یې بشپړ واک ټینګ کړی
د آر اېس اېس د روزنیز کیمپ منظر ، چې د نیویارک ټایمز په راپور کې پرې نیوکې شوي دي

د آر اېس اېس غړي د روزنې په یو کیمپ کې، د هند د سیاسي بدلونونو تر سیوري لاندې

 د امريکا یو مشهورې  ورځپاڼې نيويارک ټايمز د راشټريه سويم سېوک سنګهـ (آر اېس اېس) د سل کلنې تاريخ په اړه يو تفصيلي او سخت انتقادي راپور خپور کړی دې

 په راپور کې ويل شوي چې دا يو پټ، نيم پوځي او هندو توندلارې نظرياتي تنظيم دی چې ورو ورو يې د هند سياسي نظام تر خپل اغېز لاندې راوستی دی

د نيويارک ټايمز د څیړنی تر  مخه ، د آر اېس اېس د روزنې کېمپونه له ۱۹۲۵ کال راهيسې د مذهبي کرکې د منظمولو مرکزونه پاتې شوي دي۔ راپور وايي چې د دې تنظيم بنسټيز هدف هند په يو هندو قومپالې دولت بدلول دي، او د آر اېس اېس ځينې توندلاري د اډولف هټلر په څېر د نسلپالنې له نظرياتو  د اثر لاندي دی

امريکايي ورځپاڼه ليکي چې د بابري جومات نړول په حقيقت کې د هند د سيکولر اساسي قانون ماته وه، او له هغې وروسته په هند کې مذهبي لږکۍ د دويمې درجې وګړو په توګه چلند کېږي۔

د راپور ترمخه  د آر اېس اېس سل کلنه ستراتېژي د “هندو برلاسۍ پروژه” پاتې شوې ده۔

نيويارک ټايمز دا هم وايي چې بهارتيه جنتا ګوند (بي جې پي) يوازې يوه سياسي ډله نه ده، بلکې د آر اېس اېس سياسي څېره ده

دا راپور وایی  د وزيراعظم نريندر مودي حکومت د آر اېس اېس د ايډيالوژۍ پر بنسټ د جمو او کشمير ځانګړی حيثيت ختم کړو او  د مهاتما ګاندي د قاتل له فکره تر مودي پورې، د آر اېس اېس سياسي سفر له تاوتريخوالي او وينو سره تړلی پاتې شوی دی۔

نيويارک ټايمز ادعا کوي چې آر اېس اېس مسلمانان او نورې لږکۍ خپل دښمنان ګڼي، او همدغه تنظيم په ۱۹۴۸ کال کې مهاتما ګاندي “مسلمان نواز” وباله، چې وروسته د هغه د وژل کېدو لامل وګرځېد

راپور خبرداری ورکوي چې د هند دننه د توندلارې زياتېدونکی نفوذ نه يوازې د لږکيو حقونه ګواښي، بلکې د ټولې سيمې پر ثبات هم ژور اغېز کولی شي

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *