تازه خبرونه

ماهرین: هند د کابل هوايي ډګر له لارې ټي ټي پي ته وسلې رسوي

راپورونه وايي د کابل–ډیلي هوايي لار، چې د سوداګرۍ لپاره پرانیستل شوې وه، د پاکستان پر ضد د وسلو لېږد لپاره کارول کېږي
کارپوهان ویلي او اندیښنه ی څرګنده کړې چې د هندي الوتکو له لارې ټي ټي پي ته وسله ورکول د پاکستان لپاره لوی خطر دې

د پاکستان لوري د ټي ټي پي په اړه بیا بیا دا دریځ وړاندې شوې چې دا ډله له هند په ملاتړ پاکستان کې ترهګري کوي خو افغان طالبانو له دې انکار کوي

اسلام‌اباد : امنیتي او سیمه‌ییزو چارو کارپوهانو یو ځل بیا جدي اندېښنه څرګنده کړې چې هند د کابل نړیوال هوايي ډګر له لارې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته پوځي تجهیزات او وسلې برابروي۔

د معلوماتو له مخې، دا وسلې او مهمات هره اوونۍ یو یا دوه ځله د هندي  مسافر وړونکو الوتکو د کارګو په نوم افغانستان ته لېږدول کېږي

سرچینې وایي چې د کابل او ډیلي ترمنځ هوايي لار، چې د ۲۰۲۵ کال په پای کې د سوداګریزو او ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا رغونې په نوم بېرته فعاله شوې وه، اوس د وسلو د لېږد لپاره کارول کېږي، د افغانستان او هند له خوا کوم ښکاره غبرګون نه دی راغلی

څیړونکی وایي د سوداګریزو توکو پر ځای درنې وسلې او مهمات لېږل کېږي، چې وروسته د پاکستان دننه په ترهګریزو بریدونو کې کارول کېږي

پاکستان له دې وړاندې هم څو ځله دا اندېښنه څرګنده کړې چې هند د ګاونډیو هېوادونو له خاورې په استفادې د پاکستان دننه د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ هڅې کوي۔ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځي مشرتابه په وار وار دا ادعا رد کړې چې په افغانستان کې مېشت د ټي ټي پي عناصر یوازې کډوال دي، بلکې ویلي یې دي چې دا ډلې د کډوالۍ تر پلمې لاندې په پاکستان کې ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېلې دي

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر (ډي جي آی اېس پي آر) د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې ویلي وو چې په تېر کال کې د پاکستان دننه د ترهګریزو پېښو پر مهال له ۱۶۰ څخه زیات افغان وګړی وژل شوي، او همداراز یې پر هند تور لګولی و چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د اډې په توګه کاروي

پاکستاني چارواکي وایي چې دا ډول فعالیتونه د سیمې د امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی او که پر وخت او اغېزمن اقدامات ونه شي، نو د سیمې بې‌ثباتي به لا زیاته شي۔ د چارواکو په وینا، د دې تورونو په اړه نړیوالو فورمونو ته د شواهدو وړاندې کول او سفارتي هڅې نورې هم چټکېږي

په وادي تیراه کې واوره شوې د ضلع خیبر په وادي تیراه کې واوره شوې ده، د ځایی خلکو ترمخه په میدان کې واوره شوې، میداني او غریځو سیمو د واورې سپین څادر اغوستې او د سیمې ښایست ی یو په دوه کړې

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *