په امریکا کې د هند مامورینو ته د امریکا سفارت لهخوا سخت خبرداری ورکړل شوی چې که څوک په ناقانونه ډول امریکا ته داخل شي یا د امریکا قوانین تر پښو لاندې کړي، نو له جدي او درنو سزاګانو سره به مخ شي
دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې تر اغېز لاندې امریکا د کډوالۍ د قوانینو د سخت تحقیق تګلاره نوره هم پیاوړې کړې ده۔
د هند حکومت یا سفارت له خوا په دی حقله کوم غبرګون نه دی ورکړی شوی
د امریکا سفارت په ټولنیزه رسنۍ ایکس (پخوانی ټویټر) کې په خپور کړي پیغام کې ویلي چې د امریکا د قوانینو ماتول به “د پام وړ جزايي پایلې” ولري۔
سفارت ټینګار کړی چې د امریکا حکومت د ناقانونه مهاجرت د مخنیوي، د خپلو پولو د خوندي کولو او د وګړو د ساتنې لپاره ژمن دی۔ دا پیغام په ځانګړي ډول هندي وګړو ته متوجه و، چې په واشنګټن کې د ویزو د ناوړه استفادې او ناقانونه داخلېدو په اړه د زیاتېدونکې اندېښنې څرګندونی کوي۔
په همدې مهال، په اسټرالیا کې هم د هندي وګړو په تړاو حساس پرمختګونه مخې ته راغلي دي۔ د اسټرالیا امنیتي ادارو د بونډای بېچ د ترهګرۍ د پلټنو په لړ کې نور کسان نیولي دي۔ د اسټرالیا د چارواکو او د هند د بهرنیو چارو وزارت د تایید له مخې، د نیول شویو کسانو له ډلې څلور تنه د هند اتباع دي، چې د سیډني ښار ته نږدې نیول شوي دي۔
اسټرالیايي پولیسو ویلي چې دا نیونې د پراخو امنیتي اندېښنو نښه ده۔ په جلا عملیاتو کې، د ترهګرۍ ضد سختوسله والو ځواکونو یو موټر درولی او اووه کسان یې نیولي، چې د بونډای بېچ ته نږدې د تاوتریخوالي د پلان په تور تورن دي۔ پولیسو ویلي چې دا ګام د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د احتیاطي اقدام په توګه اخیستل شوی و، خو وروسته چارواکو روښانه کړه چې دا ډله د بونډای بېچ له اصلي برید سره مستقیم تړاو نه لري۔
بلخوا، د هند ځینو رسنیو هغه ادعاوې هم رد شوې چې د بونډای بېچ برید یې له پاکستان سره تړه۔ د دي پرنټ لهخوا خپاره شوي حقایق ښيي چې بریدګر، ساجد اکرم، د هند ریښې لرلې او په ۱۹۹۸ کال کې له هند څخه اسټرالیا ته تللی و، چې د هند د تلنګانه ایالت د حیدراباد اوسېدونکی و۔ چارواکو د پاکستان سره د هر ډول تړاو شواهد رد کړي دي۔
د امریکا او اسټرالیا وروستي پرمختګونه ښيي چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پر هندي وګړو نړیوال څار زیات شوی، که هغه د ناقانونه مهاجرت مسئله وي او که د امنیتي پلټنو برخه۔ د امریکا سفارت خبرداری دا پیغام ورکوي چې د قانون تطبیق به بېله توپیره او د هر قومیت پر وړاندې په کلکه ترسره کېږي