تازه خبرونه

افغان طالبانو چارواکي وایی چې پرون ۱۹۹ افغان کورنۍ چې ۱۰۱۸ غړي ی ووخپلو کورونو ته ولیږل شو

د افغانستان طالبانو حکومت د مهاجرنیو اړوند اداره وایی چې پرون ۲۲۵۴ افغان وګړي په سرحدي سیمو کیمپونه کې ثبت شول
پاکستان افغان کډوالو پر مخ د تورخم او سپین بولدک دروازه خلاصې ساتلي دي

افغان چارواکي وایی دوی په سرحدي سیمو کې کیمپونو کې واپس راستانې شویو کورنیو ته خدمتونه وړاندې او اسانتیاوې ورکوي ترڅو دوي خپل هیواد افغانستان کې ژوند پیل کړي

تورخم/کابل: د  افغانستان حکومت د  مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء هیواد ته واپس راستانه شویوکورنیو په اړه د کمېټو ورځنی کاري راپورخپور کړې

راپور د  سه شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۷/۹هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱۰/۹هـ ل نېټې سره، سمون خوري، په راپور کې وایی چې  د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ورکړل کیږي

د اسلام کلا له لارې (۲۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۶) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۳) کورنیو سره مجموعًا (۱۵۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۱۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۰)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۷۶۰)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳)کورنیو سره مجموعًا (۲۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۴۰۰)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو

د سپین بولدک له لارې (۶۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۳۱)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

له سپین بولدک څخه (۵۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۸۰)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۴۲۱۷۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۲)کورنیو سره مجموعًا (۵۱۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي

غذا: په سپین بولدک کې (۸۷۶)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۰)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د تورخم له لارې (۳۵۲)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۱۷۹۷)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۲۹)کورنیو سره مجموعًا (۲۷۱۲۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده.

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۴۷)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي

 په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو

له کابل څخه (۱۴۷)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۳۸)تنه و، مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۷۴۸۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده

ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۴۵۰)کورنۍ او (۲۲۵۴)افراد

لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۱۹۹)کورنۍ او (۱۰۱۸)افراد

مرسته شوي مهــاجرین:              (۴۱۷)کــورنۍ وېشل شوي سیمکارتونه:              (۳۹۰)عــــدده

Related Articles

سرچینې: ځوانان په زور جبهاتو ته لېږل کېږي، شمال کې جبري جلب‌وجذب روان دی

March 4, 2026

په اوسنیو نړیوالو کړکېچونو کې، د امریکا تقاعد شوی کرنل ډوګلاس مک ګریګور ادعا کړې چې امریکایي بحري ځواک د ایران د کړکېچ له امله د خپلو دودیزو پوځي بنسټونو پر ځای د هند بندرونه د لنگر او لوژستیکي ملاتړ لپاره کاروي

March 4, 2026

سلمان نادوي د پاکستان ضد څرګندونو له امله نیول شوی، چې د نظریاتي تعصب او د پاکستان د خپلواکۍ د کمزوري کولو هڅې څرګندوي

March 4, 2026

پاکستان د طالبانو د بریاوو دعوې رد کړې، خپل سرحدي امنیت ټینګ ساتي او په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه هدف ګرځوي

March 4, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *