پیښور: په داسې وخت کې چې نن د نهې په ورځ پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه د تجارتي هلو ځلو لپاره په ۸۰ اتیایمه ورځ هم تړلي دي ، د پاکستان او افغانستان سوداګرو د ویډیو کانفرنس له لارې یوه مهمه غونډه کړې ده
په غونډه کې د پاکستان له اړخه روښانه دریځ وړاندې شو چې د افغانستان خاوره باید هېڅکله هم د پاکستان پر ضد ونه کارول شي او نه به د ترهګرو لخوا له افغانستانه پاکستان ته ننوتل زغمل کېدای شي.
د پاکستان اوافغان سوداګرو ترمنځ دې غونډه کې پاکستانی سوداګرو ژمنه وکړه چې دا دریځ به په اغېزمن ډول خپلو اړوندو حکومتي ادارو ته ورسوي
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې خبرې به دوام ولري، د دواړو لورو غوښتنې او اندېښنې به اړوندو حکومتي چارواکو ته ورسول شي، او د تجارتي لارو د بیا پرانیستو او دوام لپاره به یوه ګډه کمیټه جوړه شي
د پاکستان له لوري د غونډې مشري د فیډرېشن اف پاکستان چیمبرز اف کامرس اېنډ انډسټري سرپرست اعلیٰ ایس.ایم. تنویر کوله، او د افغانستان له لوري د افغانستان چیمبر اف کامرس اېنډ انوېسټمنټ رییس سید کریم هاشمي مشري وکړه.
د پاک افغان سوداګرو ترمنځ دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې په راتلونکو ورځو کې به یو بل زوم اجلاس وشي چې پکې به تر سره شوې پرمختګ وڅېړل شي
د معلوماتو له مخې، دا غونډه د پاک ـ افغان سرحدي وضعیت، سوداګرۍ او سرحدي چارو په اړه د خیبر چیمبر اف کامرس اېنډ انډسټري او افغانستان چیمبر اف کامرس په ځانګړې هڅو جوړه شوې وه، چې پکې په یوه نقطه ایجنډا باندې تفصیلي خبرې اترې وشوې
غونډه کې ټینګار وشو چې د سرحدونو تړل او تجارتي لارې بندول نه یوازې سوداګر، بلکې عام خلک هم سخت زیانمنوي، نو تجارت باید له سیاست څخه بېل وساتل شي
بل لور ته د افغانستان د سوداګرو اتحادیی مشرانو ټینګار وکړ چې د افغان لوري یوازینی هدف دا دی چې پاک ـ افغان تجارت باید له سیاست څخه بشپړ بېل وي او تجارتي لارې هېڅکله بندې نه شي، څو دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري روانه پاتې شي او په سیمه کې اقتصادي ثبات ته لاره هواره شي
د پاکستان له اړخه په غونډه کې ګډون کوونکي ایس.ایم. تنویر، سید جواد حسین کاظمي، محمد یوسف آفریدی، حاجي قدیرالله وزیر، حاجي ایوب مریاني، دارو خان اڅکزی، حاجي سبحان الله، علي حماد، محمد هارون صابر، شیرین خان آفریدی او عادل محمود وو
په دې مهمه غونډ ه کې د میډیا استازولي د ضلع خیبر خبریالانو قاضي فضل الله او ابوذر افریدي کوله

د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاو تریخوالۍ او سوداګریزې هلې ځلې بیا بحالولو لپاره له افغانستان څخه ګډون د افغانستان چیمبر اف کامرس پلیټ فارم څخه وشو چې مشري یې سید کریم هاشمي کولا.
نورو ګډونوالو کې عنایت الله صدیق زی، حبیب الله عمر، عبد النافع، محمد ولي امیني، عتیق الله مومن زاده، عبدالاحد صدیقي، مسعود راحت، یوسف یوسفي، هيواد باز، میرویس کټوازي، نور احمد خان، همایون خوجهزاده او عبدالمتین غالب شامل وو
د غونډې پر مهال د دواړو هېوادونو سوداګرو مشرانو ایف پي سي سي آیی او خیبر چیمبر رول وستایه او ویې ویل چې دې پلیټ فارمونو د بامقصد مذاکراتو په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی دی ګډونوالو ژمنه وکړه چې پرېکړه شوي ټکي به خپلو اړوندو چارواکو ته وړاندې کړي او په راتلونکې زوم غونډه کې به عملي پرمختګ وارزوي
په غونډه کې برخه اخستونکو دا هم خوښونکې خبره وبلله چې د دواړو هېوادونو له حکومتي اړخونو سوداګرو ته د رسمي خبرو اجازه ورکړې کوم چې د سیمې د ثبات او سوداګرۍ د ښه کېدو پر لور یو مثبت ګام دې