تورخم: د تورخم له لارې (۸۳)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۴۲۵)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي. د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۱۲)کورنیو سره مجموعًا (۲۵۱۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د افغان طالبانو حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ورځنۍ د کمېټو کاري راپورخپور کړې دې
راپور د د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۷/۸هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱۰/۸هـ ل نېټې سره، سمون خوري
په راپور کې وایی چې د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې ددې خدمتونو بشپړ راپور په لاندې ډول ورکړل شوې دې
د اسلام کلا له لارې (۲۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۲) کورنیو سره مجموعًا (۱۳۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۸)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۹۷۰)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳)کورنیو سره مجموعًا (۲۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
روغتیا: په ورېښمو لار کې (۴۸۹)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو
د سپین بولدک له لارې (۳۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۸۲)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي. له سپین بولدک څخه (۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۰)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۱۰۶۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۳)کورنیو سره مجموعًا (۲۸۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۸۷۶)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۶)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د تورخم له لارې (۸۳)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۴۲۵)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي. د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۱۲)کورنیو سره مجموعًا (۲۵۱۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۶۸)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو
له کابل څخه (۲۶۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۱۹)تنه و، مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۰۰۸۷۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.بشپړ راپور ی هم ورکړل شوې دې
ثبت شـــــوي مهـاجرین: (۱۴۵)کورنۍ او (۶۹۰)افراد
لېږدول شـوي مهـاجرین: (۲۶۹)کورنۍ او (۱۵۶۹)افراد
مرسته شوي مهــاجرین: (۳۷۰)کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۱۷)عــــدده