تازه خبرونه

حماس د خپل پوځي ویاند ابو عبیده شهادت په رسمي ډول تایید کړی

د القسام بریګیډ نوي ویاند اعلان وکړ چې پخوانی ویاند حذیفه سمیر الکهلوت تېر کال په غزه ښار کې د اسراییلي برید پر مهال وژل شوې
د حماس د القسام بریګیډ له خوا خپور شوی ویډیويي بیان، چې پکې د ابو عبیده د شهادت اعلان او د نوي ویاند پېژندنه شوې ده.

د حماس پوځي ویاند ویلي چې د هغه اصلي نوم حذیفه سمیر الکهلوت و، هغه اوویل چې دا نوې ویاند به هم د ابو عبیده تر نوم لاندې خپلې دندې ترسره کوي

 د حماس پوځي څانګې القسام بریګیډ په رسمي ډول اعلان کړی چې د دې ډلې پخوانی پوځي ویاند، چې د ابو عبیده په نوم پېژندل کېده، تېر کال د اګست په میاشت کې د غزه ښار کی د اسراییلو په برید کې وژل شوې دې

د القسام بریګیډ نوي پوځي ویاند دا خبره د دوشنبې په ورځ د عرب رسنۍ له لارې په خپره شوې ثبت شوې وینا کې وکړه،  هغه وویل چې ابو عبیده د اسراییلو په برید کې وژل شوې

اصلي نوم او پیژندنه

 نوي پوځي ویاند ویلي دي چې د هغه اصلي نوم حذیفه سمیر الکهلوت و، نوي ویاند زیاته کړه چې نوې ټاکل شوې ویاند به هم  د ابو عبیده تر نوم لاندې خپلې دندې ترسره کوي، خو خپله شخصي پېژندنه به نه ښکاره کوي

دا لومړی ځل دی چې حماس په رسمي ډول د الکهلوت اصلي هویت تاییدوي. نوموړی له شلو کلونو زیات د القسام بریګیډ د ویاند او د پوځي رسنیز واحد د مشر په توګه پاتې شوی و او په دې موده کې یې هېڅکله خپل مخ نه و ښکاره کړی. په عربي نړۍ کې هغه د سور کفیه ،سرې شملې تر شا د مخ پټولو له امله د نقاب پوش په نوم پېژندل کېده

نوي ابو عبیده په خپل بیان کې وویل چې موږ د ستر مشر حذیفه سمیر الکهلوت، ابو ابراهیم، چې د القسام د رسنیز نظام مشر و، پر شهادت ویر کوو. هغه شل کاله دښمنان ناکام کړل او د مؤمنانو زړونو ته یې حوصله ورکړه.

هغه د القسام بریګیډ د پخواني قومندان محمد السنوار، چې د مې په میاشت کې وژل شوی و، او د نورو لوړپوړو پوځي مشرانو، په شمول د رائد سعد، د وژل کېدو هم تایید وکړ

الکهلوت د خپلو ویناوو له لارې د جګړې د حالاتو، پوځي ادعاوو او پر اسراییلو د نیغې نیغې نیوکې له امله پراخ شهرت درلود. د هغه نفوذ په ځانګړي ډول د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر وروسته زیات شو، کله چې د حماس ناڅاپي برید او ورپسې پر غزه د اسراییلو جګړې سیمه له سخت بحران سره مخ کړه

په ۲۰۰۵ کال کې په یوه مرکه کې الکهلوت ویلي وو چې د هغه کورنۍ د ۱۹۴۸ کال د نکبه پر مهال بې‌ځایه شوې وه او وروسته په غزه کې د کډوالو په یوه کمپ کې مېشته شوه. د سرچینو په وینا، د هغه اصلي هویت د ژوند تر پایه یوازې د حماس څو نږدې کسانو ته معلوم و.

تحلیل‌ګر وایي چې د ابو عبیده شخصیت د حماس په پوځي او رسنیزه تګلاره کې مهم رول درلود، او د هغه له وژل کېدو سره سره، د همدې نوم او نښې ساتل د دې ډلې له لوري د دوام او تسلسل پیغام ګڼل کېږي

Related Articles

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

د ګومل بازار سړک پر سر د آی ای ډي په چاودنه کې زغره وال پولیس موټر ویجاړ؛ امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو پر ضد د لټون عملیات پیل کړل

January 12, 2026

اسلام‌ په ضد سپکاوی او د مسلمانانو پر ضد د کرکې پر وړاندې د مساوي قانوني ساتنې او سخت اقدام غوښتنه وشوه.

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *