تازه خبرونه

ټرانسپورټران او مزدوران: پاک افغان پوله تورخم دې تجارت لپاره پرانستل شي

د پیښور او تورخم په لویه لار ټرانسپورټرانو او مزدوارانو د تورخم سرحد تړلو پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه او د سرحد خلاصولو غوښتنه ی وکړه
پاک افغان پوله تورخم نن په ۷۹ یوکم اتیایمه ورځ هم د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ تړلې ده

ټرانسپورټرانو او مزدورانو اوویل ملکي خزانې ته په اربونه ډالر زیان وشو او د سرحد تړلو له امله دوی هم د سختو مالي زیانونو او ستونزو سره مخ دي

تورخم:  پاک ـ افغان تورخم پوله له درې میاشتو راهیسې د سوداګرۍ لپاره تړل شوې ده، چې له امله یې ټرانسپورټران او مزدوران ډېر زیانمن شوي دي. د غریبو ټرانسپورټرانو کورونه بې ډوډۍ پاتې شوي او د خاندان ماشومان مو لوږي تیروي، مزدوران د پولې د بندېدو له امله د ځان وژنې په څېر سختو ګامونو ته اړ شوي دي


د لنډي کوتل سیمې سینئر ټرانسپورټر او ټرانسپورټ اتحادیی مشر حاجي رحمان زیب آفریدی، د کسټم کلیرینس ایجنټس ایسوسي ایشن یونین مشر مجیب شینواري، د تورخم مزدورانو یونین مشر سلام شینواري  د نورو ټرانسپورټرانو او مزدورانو سره په لنډي کوتل کې د تورخم او پیښور په لویه لار د سرحد تړلو پر ضد احتجاج  وکړو

رسنیو سره په خبرو کې  حاجي رحمان زیب آفریدی، حاجي ګل عالم آفریدی، ولي شینواری، سیفور خان،  عالم داد آفریدی وویل چې درې میاشتې تېرې شوې خو تورخم پوله لا هم د سوداګرۍ لپاره تړلې ده.

دوی وویل چې د پولې بندېدو له امله ټرانسپورټران او مزدوران له سخت مالي ستونزو سره مخ دي. زموږ په موټرو کې د کروړونو روپیو سوداګریز مال بند پاتې دی، ټینګار ی وکړه چې د ګاړو  ټایرونه خراب شوي او په لکونو روپۍ تاوان مو کړې دې

هغوی زیاته کړه چې د افغانستان سره د سوداګرۍ بندېدو له امله د پاکستان خزانې ته په اربونو ډالر زیان رسېدلی دی، زیاته ی کړه چې د پاکستان او افغانستان چارواکو دا شخړه په خبر اترو هواره کړي

د مزدوارانو یونین مشر سلام شینواري اوویل چې د سرحد تړلو له امله دلته ځایی خلک په ځان وژنو مجبور شوي دي ، وې ویل چې په سیمه کې بې روزګاري زیاته شوي دي ځکه د تورخم پرته نه خو په لنډي کوتل کې کارخانې شته او نه بل کوم روزګار

دوی غوښتنه وکړه چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه دې په ګډه د دې ستونزې د حل لپاره کښېني او تورخم پوله دې زر تر زره د سوداګرۍ لپاره خلاصه کړي

نورخبرونه: جلال اباد کې د افغان سوداګرو مهمه غونډه شوې

د لنډي کوتل پولیسو په تورخم کې درې شکمن ماشومان ونیول

نن په ۵۸مه ورځ هم پاک افغان سرحد د کاروباري هلوځلو لپاره تړلې دې

د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د سرحد په پرانستلو جنجال- افغان لوري باور غواړي-پاکستان هم لیکلې ژمنه غواړي

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *