تازه خبرونه

د داعش-خراسان غړي شریف الله سپارل: د پاکستان–امریکا اړیکو کې مهم بدلون راوستی دی : ټیلیګراف

برتانوي ورځپاڼه ټیلیګراف لیکلي، ۲۰۲۵ کال د امریکا سره د پاکستان د اغېزمنې ډیپلوماسۍ له امله اسلام‌اباد ته ستراتیژیک او ډیپلوماتیک بریاوې ور په برخه کړې
د امریکا او پاکستان ترمنځ یو بل سره د ترهګرۍ پر ضد همکارۍ دواړه هیوادونه په یوه نوې مرحله کې داخل کړي

د پاکستان حکومت او فیلډ مارشل عاصم منیر د بریالۍ تګ لارې له امله امریکا سره اړیکې قوي شوې او امریکا پاکستان ته لومړیتوب ورکولو په اړه تګلاره بدله کړه

د داعش-خراسان ډلې د ترهګر محمد شریف الله امریکا ته سپارل د پاکستان او امریکا ترمنځ د اړیکو په تاریخ کې یو مهم بدلون بلل کېږي

 دا خبره د برتانیا وتلې  ورځپاڼې دی  ډیلي ټیلیګراف په یوه تازه راپور کې کړې ده

ورځپاڼه لیکي چې ۲۰۲۵ کال د پاکستان لپاره د ستر ډیپلوماتیک او ستراتیژیک بریالیتوب کال ګرځېدلی،په ځانګړي ډول د امریکا سره د اړیکو په برخه کې کوم چې یو ښه پرمختګ بلل کیږي

 د راپور له مخې، پاکستان په نړیوال ډګر کې پر هند سیاسي برلاسی ترلاسه کړ او د اغېزمنو ډیپلوماتیکو هڅو له لارې یې په واشنګټن کې خپل دریځ پیاوړی کړو

راپور وایي چې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان همکاري، په ځانګړي ډول د شریف الله نیول او امریکا ته سپارل، د امریکا د هغه وخت د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ادارې سره اړیکې له سره تعریف کړې. شریف الله د کابل هوایي ډګر د ابي ګېټ په خونړي برید کې لاس درلود، چې پکې امریکایي سرتېري  هم وژل شوي وو

 امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کانګرس غونډې ته په خپله وینا کې په ښکاره ډول له پاکستانه مننه کړې وه او ویلي یې ووچې زه غواړم په ځانګړي ډول، د پاکستان له حکومته مننه وکړم چې د دې بلا په  نیولو کې یې مرسته وکړه.

  واشنګټن پاکستان په اړه تګلاره بدله کړه

د ټیلیګراف د راپور له مخې، د شریف الله تر سپارلو وروسته پاکستان ته د سوداګرۍ په برخه کې لا ښه امتیازات ورکړل شول، چې د ځینو نورو هېوادونو په پرتله یې غوره شرایط تر لاسه کړل. راپور زیاتوي چې د واشنګټن په سیاسي حلقو کې د پاکستان لابي د هند د پراخو هڅو سربېره، تر ډېره بریالۍ ثابته شوه

ورځپاڼې د جون په میاشت کې امریکا ته د فیلډ مارشل عاصم منیر سفر بې‌ساری بللی دی. د راپور له مخې، هم فیلډ مارشل او هم د پاکستان وزیراعظم ته د اوول دفتر مستقیم لاسرسی ورکړل شو. وروسته ټرمپ د غزې د اوربند په اړه خبرو کې عاصم منیر ته د خپل خوښ فیلډ مارشل خطاب هم کړی و

پاکستان پر هند ډیپلوماتیک برلاسی

راپور د اپرېل د میاشتې د پهلګام له برید وروسته رامنځته شویو تاوتریخوالو ته هم اشاره کوي. هند د امریکا منځګړیتوب رد کړ، خو پاکستان د سولې هڅې وستایلې او ډونلډ ټرمپ یې د نوبل د سولې جایزې لپاره ونوماوه

د ډیلی ټیلیګراف په وینا، همدې توپیر په واشنګټن کې د دواړو هېوادونو دریځ روښانه کړ

راپور دا هم وایي چې پاکستان ځان د منځني ختیځ په کچه د یو مهم سیمه‌ییز شریک په توګه مطرح کړ. اسلام‌اباد له خلیجي هېوادونو، ایران او سعودي عربستان سره نږدې اړیکې وساتلې. د دې ترڅنګ، کله چې امریکا د مهمو معدني سرچینو په لټه کې ده، پاکستان د نږدې شپږ ټریلیون ډالرو په ارزښت د معدني زېرمو د لاسرسي وړاندیز هم وکړ.

دی ټیلیګراف په پای کې لیکي چې همدا ټول عوامل دي چې ولې پاکستان د ټرمپ د ادارې لپاره یو له مهمو سیمه‌ییزو شریکانو څخه وګرځېد او کامیابه ډپلومیسی ی اومنلی شوه

Related Articles

په خیبر ولسوالۍ کې د پاکستان–افغانستان سرحد نژدې درنې نښتې راپور شوې، چارواکو لا د ښکېلو خواوو په اړه معلومات نه دي ورکړي

February 25, 2026

د ایدریس ستانکزۍ توند انتقاد د سرحدي کړکېچونو په زیاتېدو سره د طالبانو ملاتړو پر ضد د زیاتېدونکي ناراضګۍ څرګندونه کوي

February 25, 2026

پر څو سرحدي نقطو د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ دوه‌خواهه ډزې روانې دي، درنې وسلې کارول شوي، خو د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی

February 25, 2026

د ډیپلوماتیکو اصولو سرغړونه: د افغانستان د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني پاکستان ته ګواښونه کړي

February 24, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *