د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د دوشنبې په ورځ، د ۲۰۲۵ کال د دسمبر پر ۲۹مه، د اسرائیلو لهخوا د صومالیلینډ د رسمیت پېژندنې په اړه بېړنۍ غونډه ترسره کړي
دا غونډه وروسته له هغه را بلل شوې چې اسرائیلو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د صومالي لینډ سیمه یې د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژندلې ده
له دې بیان وروسته پراخ نړیوال غبرګونونه راوپاریدل او د یو شمیر هیوادونو له لوري د اسرایل لوري دد پیژندې په کلکو ټکو کې غندنه وشوه
صومالیا د دې بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې، او دا موضوع ځکه هم ځانګړې اهمیت لري چې صومالیا به د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ څخه د امنیت شورا مشري پر غاړه واخلي، چې د دې مسئلې سیاسي وزن نور هم زیاتوي
اسرائیل لومړنی د ملګرو ملتونو غړی هېواد شو چې په رسمي ډول یې صومالیلینډ د یوه خپلواک هېواد په توګه وپېژانده. صومالیلینډ په ۱۹۹۱ کال کې له صومالیا د خپلواکۍ اعلان کړی و، خو تر اوسه یې نړیوال رسمیت نه دی ترلاسه کړی او ډېری هېوادونه لا هم دا سیمه د سومالیا برخه ګڼي.
د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې اسرائیل او صومالیلینډ به د کرکیلی او اقتصادي پراختیا په برخو کې ګډې همکارۍ پر مخ یوسي. د ملګرو ملتونو لپاره د اسرائیلو سفیر داني دانن هم ویلي چې د دې پرېکړې په ترڅ کې به سفارتونه پرانیستل شي او سفیران به وټاکل شي
هغه زیاته کړه چې اسرائیل به مسؤولانه چلند وکړي او له هغو شریکانو سره به کار ته دوام ورکړي چې د دوی په وینا د سیمې د ثبات ملاتړ کوي
دغه ګام په افریقا او منځني ختیځ کې له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی. له شلو څخه زیاتو هېوادونو، د اسلامي همکاریو سازمان او ایی سې او د افریقايي ټولنې افریقایی یونین په ګډون، د اسرائیلو دا پرېکړه غندلې ده
پاکستان او ترکیې هم د دې پېژندنې مخالفت کړی او دا یې د صومالیا د حاکمیت ښکاره سرغړونه بللې ده
دیپلوماتان تمه لري چې د امنیت شورا ګڼ غړي هېوادونه به د بېړنۍ غونډې پر مهال پر اسرائیلو نیوکې وکړي، ځکه چې د افریقا د ښکر او د سره سمندر په سیمه کې د ثبات په اړه اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي
نورخبرونه: د اسرایل لوري صومالي لینډ په رسمیت پیژندلو اعلان: پاکستان ی غندنه کړې