اسلاماباد : پاکستان د اسرائيل لهخوا د صوماليې د جلا غوښتونکي سيمې صوماليلېنډ د خپلواک هېواد په توګه د پېژندلو اعلان په کلکو ټکو رد کړی او وویلی دی دا د نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه ده
د شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند په يو خپور شوي بيان کې وويل، پاکستان د فدرالي جمهوريه صوماليه د حاکميت، ملي يووالي او ځمکنۍ بشپړتيا لپاره خپله بېسارې او ټينګه ملاتړ بيا تائيدوي او په هېواد کې د دايمي امن او ثبات لپاره د کېدونکو ټولو هڅو ملاتړ ته دوام ورکوي
بيان زياتوي چې پاکستان د صوماليې د حاکميت، يووالي او ځمکنۍ سالمتيا د کمزورې کولو هر ډول هڅه په کلکه ردوي. د وياند په وينا، د اسرائيل لهخوا د صوماليلېنډ د خپلواکۍ د پېژندلو اعلان يو ناقانونه او پاروونکی اقدام دی، چې نه يوازې د ورور هېواد صوماليې امن او ثبات ته ګواښ پېښوي، بلکې د ټوله سيمې امن او سلامتي هم زيانمنوي
د بهرنيو چارو وزارت پر نړيوالې ټولنې غږ کړی چې دا ډول اقدامات رد کړي او د سيمې د روانو امنيتي هڅو د زيانمنېدو د مخنيوي لپاره اسرائيلو د مخنيوي په موخه اغېزمن رول ولوبوي
بيان کې په څرګندو ټکو دا هم ويل شوي چې پاکستان د فلسطيني ولس د خپلې خاورې څخه د جبري ايستلو هر ډول اقدام په بشپړه توګه ردوي او د فلسطينيانو د حقِ خوداراديت د عادلانه مبارزې لپاره خپله نه ماتېدونکې ملاتړ ته دوام ورکوي همدارنګه، د ۱۹۶۷ کال نه وړاندې سرحدونو پر بنسټ، د القدس الشريف د پلازمېنې په توګه د يو خپلواک او آزاد فلسطيني دولت د جوړېدو بشپړ ملاتړ هم بيا تائيد شوی دی
تر دې وړاندې، اسرائيل د نړۍ لومړنی هېواد شو چې په رسمي ډول يې د صوماليې جلا غوښتونکی سيمه صوماليلېنډ د يو خپلواک هېواد په توګه وپېژنده. د اسرائيلو صدراعظم بنيامين نتنياهو اعلان کړی چې اسرائيل به په کرنه، روغتيا او ټېکنالوژۍ کې له صوماليلېنډ سره همکاري پراخه کړي.
د صوماليلېنډ ولسمشر عبدالرحمن محمد عبداللهی دا پرمختګ يو تاريخي شېبه بللې ده. خو بل لور ته، د صوماليې صدراعظم حمزه عبدي بري دا اقدام په سختو ټکو رد کړی او ويلي يې دي چې هېواد يې دا د خپل حاکميت پر ضد يو قصدي بريد ګڼي
شنونکي وايي، د اسرائيل لهخوا د صوماليلېنډ پېژندل کېدای شي نور هېوادونه هم ورته اقدام ته وهڅوي، چې له امله به د صوماليلېنډ نړيوال حيثيت او نړيوالو بازارونو ته لاسرسی زيات شي، خو دا کار د سيمې د ثبات لپاره جدي پوښتنې هم راپورته کوي