په پاکستان کی د ترهګریز فعالیتونو وروسته تاجکستان هم د افغان طالبانو د ملاتړ لاندې ترهګرو ډلو د فعاليتونو ښکار شوی دی
څیړونکی وایي د تحريک طالبان تاجکستان وسلهوالو، چې د جماعت انصارالله په نوم هم يادېږي، له افغانستانه تاجکستان ته دراندازي کړې چې له امله يې نښته رامنځته شوې او پکې دوه تاجک امنيتي سرتېري او درې وسلهوال وژل شوي دي
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د پېښې وروسته د سختو ځوابي اقداماتو اعلان کړی دی
څیړونکی وایي چی افغان طالبان له ۲۰۲۱ کال راهيسې د تاجکستان پر ضد د ټي تي ټي ملاتړ کوي، لکه څنګه چې يې د پاکستان پر ضد د تحريک طالبان پاکستان ر ملاتړ کړی دی
د راپورونو له مخې، اوس د دغو ډلو ترڅنګ چينايي بېلتونپالې ډلې، د القاعده تړلې شبکې
لکه اي ټي آیی ایم او اي ټي ایل ایف هم په شمالي افغانستان کې فعالې شوې دي
افغانستان او تاجکستان شاوخوا ۱،۳۵۷ کيلومتره ګډه پوله لري چې ډېره برخه يې د امو (پنج) او پامير سيندونو ترڅنګ غځېدلې ده
دا پوله په تاريخي توګه حساسه بلل کېږي، ځکه چې په دواړو هېوادونو کې د تاجک قوم لوی نفوس ژوند کوي. تاجکستان د طالبانو حکومت نه دی منلی او پر هغوی تور لګوي چې ترهګرو ډلو ته پناه او اسانتياوې ورکوي، د افغانستان طالبان بيا تاجکستان د طالبانو ضد ډلو د ملاتړ په تور تورنوي
سرچينې ادعا کوي چې په بدخشان او تخار ولايتونو کې د تحریک طالبان تاجکستان لپاره د روزنې او عملياتو مرکزونه جوړ شوي او د طالبانو له پوځي بودجې تمويلېږي. ځايي سرچينې دا هم وايي چې په دغو سيمو کې د ټي تي پي او اي ټي آیی ایم وسلهوال هم موجود دي
طالبان په ښکاره توګه د داعش مخالفت کوی خو راپورونه ښيي چې د بدخشان په سرحدي ولسواليو کې داعش ازاد فعاليت ته دوام ورکړی
مهمه ده چې یادونه وشی چې تحريک طالبان تاجکستان يو تاجک وسلهوال تنظيم دی چې موخه يې د تاجکستان د حکومت نسکورول بلل کېږي. دغه ډله په ۲۰۰۶ کال کې جوړه شوې وه او اوس يې مشري مهدي ارسلان کوي او راپورونو ښیې په بدخشان کې مېشت دی
ويل کېږي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د دې ډلې غړي زيات شوي او شمېر يې نږدې ۲ زرو ته رسېدلی دی
د تاجکستان امنيتي ادارې وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې د دراندازۍ پېښې زياتې شوې دي. يوازې د دسمبر په مياشت کې درې پېښې ثبت شوې، چې وروستۍ يې د دسمبر په ۲۴مه د شمسالدين شاهين ولسوالۍ کې رامنځته شوه
د دغو پېښو په غبرګون کې، تاجکستان پر پوله نوې پوځي چوکۍ جوړې کړې او يو ټانک رېجمېنټ يې پر ځای کړی دی
مبصرين ادعاوې کوي چې د پاکستان وروسته، د تاجکستان پر ضد د ترهګرۍ ملاتړ دا څرګندوي چې افغان رژيم د سيمې، په ځانګړي ډول د منځنۍ اسيا، امنيت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی
که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او برېښنا په څېر برخو کې خبرې اترې لا هم روانې دي خو په سرحدي سیمو کې ی د ترهګرو داسې فعالیتونو چارواکو او عام اولس له اندیښنو سره مخ کړي دي
نورخبرونه: د داعش مهم غړي مېهمت ګورين نیول: پاکستان وایی د افغان طالبانو ادعاوی بې اساسه دي
د ټي ټي پي په اړه مهم بیان: په پاکستان کې ی نوي کسان ګمارلي دي