تازه خبرونه

د ټي ټي پي په اړه مهم بیان: په پاکستان کې ی نوي کسان ګمارلي دي

د ډلې رسمي رسنۍ وايي چې په ځينو سيمو کې نوي واليـان، قطعي قوماندانان او استخباراتي مسؤلين ټاکل شوي؛ د حکومت له لوري لا رسمي غبرګون نه دی څرګند شوی
د پاکستاني طالبانو ډلې په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو پر ضد د یو شمیر بریدونو پړه په خپله غاړه اخستې ده

د ټي ټي پي لوري دا بیان او پرمختګ په داسې وخت کې راغلې دې چې د خیبرپښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې د ترهګرو لوري بریدونه زیات شوي دي

د پاکستاني طالبانو ډلې ، تحریک طالبان پاکستان  فتنه الخوارج ادعا کړې چې د نوې کال له پيل سره سم يې دننه پاکستان کې نوې تنظيمي ګمارنې ترسره کړې دي

 د ډلې رسمي رسنۍ عمر ميډيا د چهارشنبې په ورځ په خپور کړي بيان کې ويلي چې د هېواد د ځينو سيمو لپاره ی  نوي واليـان، د قطعو قوماندانان او استخباراتي مسؤلين ټاکل شوي دي

په بيان کې د نوو ټاکل شويو کسانو نومونه او د دندو جزييات نه دي  څرګند شوي، خو ويل شوي چې دا بدلونونه د تنظيم د اداري جوړښت د پياوړتيا په موخه ترسره شوي دي

امنیتي شنونکي دا ډول ادعاوې د روانې شخړې د تبليغاتي اړخ برخه بولي

د يادونې وړ ده چې د تېر ۲۰۲۵ کال د ګمارنی وروسته، پاکستان د امنيتي پېښو له امله ځاني او مالي زيانونه هم تجربه کړي وو. تر دې مهاله د پاکستان حکومت د دغو ادعاوو په اړه کوم رسمي دريځ نه دی اعلان کړی

دلته مهمه ده چې یادونه وشي چې امریکایی مجله په خپل یو راپور کې وایی چې په افغانستان کې له امریکا د ملیاردونو ډالرو وسله پاتې شوي ده او دا وسله تحریک طالبان پاکستان په بلیک مارکیټ کې ترلاسه کړې ده

په راپور کې وایی چې هم دا وسله وس ټي ټي پي د پاکستان پر ضد کاروي او ددې وسلې په وسیله وس ټي تي پي د پاکستان امنیتي ځواکونو سرتیري په نښه کوي

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *