تازه خبرونه

افغانستان څخه تاجکستان کې برید :  پنځه وسله وال له منځه یوړل شول  

درې وسله‌وال او دوه تاجک پوله‌ساتي ووژل شول؛ امنيتي ځواکونو په ختلون ولايت کې د پولې اوښتو هڅه شنډه کړه
امنیتی چارواکی تاجک–افغان پولې په غرنۍ سيمه کې د شپې له خونړۍ نښتې وروسته ګزمه کوي

افغان طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي ، تاجک امنیتي چارواکي وایی له پیښې وروسته ی پلټنې پیل کړي دي او په سرحدي سیمه کې ی امنیت نور هم ټینګ کړې

د روسيې د دولتي خبري ایجنسی تاس په خپل رپورټ کی وایی د دسمبر په ۲۴مه د تاجکستان او افغانستان پر پوله هغه مهال خونړۍ وسله‌واله  جګړه رامنځته شوه، کله چې وسله‌والو د افغان خاورې څخه تاجکستان ته د نفوذ هڅه وکړه

پېښه د تاجکستان د سوېلي ختلون ولايت د شمس‌الدين شاهين ولسوالۍ ته څېرمه رامنځته شوې کله چی  تاجک پولیسو  د وسله‌والو يوه ډله ودروله

چارواکو ويلي، وسله‌والو د نيول کېدو پر مهال مقاومت وکړ، چې له امله يې سخته ډزې تبادله شوه. په دې نښته کې درې وسله‌وال ووژل شول او دوه تاجک پوله‌ساتونکو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ

دنښتې  وروسته، امنيتي ځواکونو د وسله‌والو له خوا پرېښودل شوی د وسلو او تجهيزاتو يو لوی زېرمتون ونيولو، چې پکې د ایم ۱۶  بريدګرو ټوپکونه،  تومانچې، لاسي بمونه، چاودېدونکي توکي او د شپې ليد وسايل لاس ته راغلي  

د تاجکستان امنيتي ادارو ويلي، دا په تېره يوه مياشت کې د افغانستان له خاورې څخه د پولې د اوښتو درېيمه هڅه ده، چې د پولې پر اوږدو د مخ پر زياتېدونکو امنيتي ګواښونو اندېښنې يې راپارولي دي

تر اوسه د افغانستان د طالبانو چارواکو د دې پېښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. تاجک چارواکي وايي، پلټنې روانې دي او په اغېزمنو سيمو کې د پولې امنيت نور هم ټينګ شوی دی

Related Articles

پښتانه خپلې لورانې او ښځې د بینظیر انکم سپورټ پروګرام له دفتر څخه نه منع کوي خو په سکولونو، کالجونو او مدرسو کې ی نه داخلوي

January 14, 2026

د سرچینو ترمخه په شیوا تحصیل کې مهم رابطه پل ترهګرو لوري په چاودیدونکو موادو الوځول شوې دې

January 14, 2026

د قامي امن پیغام کمیټۍ مشرانو نن ډي جي ایی ایس پي آر سره مهمه لیدنه کړې ده او په هیواد کې روان د ترهګرۍ پر ضد ی د ریاست بیانیه کولو باندې هوکړه کړې ده

January 13, 2026

په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې دا نوې د پولیو رنځ کیس مخې ته راغلې دې،ټول پاکستان کې تیر کال ۲۰۲۵ کې پولیو مثبت کیسونه ۳۱ راپور شوي

January 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *