تازه خبرونه

ایران کی د افغانستان د  ملی مقاومت فرنټ مهم مشر جنرال اکرام‌الدين سريع  ووژل شو

سرچينې وايي، نوموړی د کار له ځايه کور ته پر لاره د ناڅرګندو وسله‌والو لخوا په ډزو وژل شوی؛ د داخلي اختلافاتو احتمال څرګند شوی
د ملي مقاومت فرنټ مشر د وژنې وروسته د ايران پلازمېنه تهران کې امنيتي ځواکونه د شپې له خوا د وسله‌وال بريد له پېښې وروسته سيمه کې پلټنې پیل کړي دي

د ملي مقاومت فرنټ مشر اکرام‌الدين سريع په ايران کې د مقاومت جبهې د غړو د انسجام مسووليت درلود او د دې جبهې له کليدي مشرانو څخه شمېرل کېده

 افغان غږ نشریاتی ادارې ویلي چې د مقاومت جبهې يو مهم مشر جنرال اکرام‌الدين سريع د ايران په پلازمېنه تهران کې د ناڅرګندو وسله‌والو کسانو لخوا په ډزو وژل شوی دې

سرچينې وايي، پېښه د شپې شاوخوا ۹ بجې هغه مهال رامنځته شوې، کله چې نوموړی له خپل کارځای څخه کور ته روان و.

 تر دې دمه د بريد ذمه واری چا په خپله غاړه نه ده اخستي

خو  اټکلونه ښيي، چې دا وژنه ښايي د مقاومت جبهې دننه د خپلمنځي اختلافاتو نتېجه وي.د دې وړاندې هم د ايران مېشتو د مقاومت جبهې د غړو ترمنځ د ژورو اختلافاتو او يو بل ته د تورونو راپورونه خپاره شوي وو، او ويل کېږي چې جنرال سريع ته تر مرګ وړاندې ګواښونه هم شوي وو

اکرام‌الدين سريع په ايران کې د مقاومت جبهې د غړو د انسجام مسووليت درلود او د دې جبهې له کليدي مشرانو څخه شمېرل کېده

نوموړي د پرځېدلي جمهوريت پر مهال د جنرالۍ رتبه لرله او د بغلان او تخار ولايتونو د امنيې قومندان په توګه يې هم دنده ترسره کړې وه

چارواکو تر دې دمه د پېښې په اړه رسمي دريځ نه دی خپل کړی، او  دوی د یاد مشر په د وژنې په اړه پلټنې پیل کړي دي

مهمه ده چې یادونه وشی چې د افغانستان ملی مقاومت فرنټ په افغانستان کی وخت په وخت په حکومتی قواوو د حملو ذمه هم اخلی او دعوی کوی چی په شمالی افغانستان کی د طالبانو په ضد وسله واله مبارزی ته دوام ورکړي

Related Articles

په خیبر ولسوالۍ کې د پاکستان–افغانستان سرحد نژدې درنې نښتې راپور شوې، چارواکو لا د ښکېلو خواوو په اړه معلومات نه دي ورکړي

February 25, 2026

د ایدریس ستانکزۍ توند انتقاد د سرحدي کړکېچونو په زیاتېدو سره د طالبانو ملاتړو پر ضد د زیاتېدونکي ناراضګۍ څرګندونه کوي

February 25, 2026

پر څو سرحدي نقطو د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ دوه‌خواهه ډزې روانې دي، درنې وسلې کارول شوي، خو د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی

February 25, 2026

د ډیپلوماتیکو اصولو سرغړونه: د افغانستان د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني پاکستان ته ګواښونه کړي

February 24, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *