د کيلاش قبيلې کلتوری او مذهبي جشن چاؤموس د چترال د کيلاش په بمبوريت وادۍ کې په برياليتوب سره پای ته اورسیدلو
د خيبرپښتونخوا سیل ګرئ محکمی وياند محمد سعد وويل چې دا جشن د کيلاش په درېيو سیلګرۍ سیمو رمبور، برير او بمبوريت کې په بشپړ مذهبي جذبې او دوديزو مراسمو سره ولمانځل شو
د نوموړي په وينا، د جشن پر مهال بېلابېل مذهبي رسومات ادا شول، چې پکې د امن، ورورولۍ او يووالي پيغام ورکول کېده. په دې مراسمو کې د مېوو، سبزيو او وچو مېوجاتو وېش هم وشو، تر څو د مينې، خوښۍ او یو بل سره د یووالي څرګندونه وشي
محمد سعد زياته کړه چې د ټورازم محکمې پولیس اهلکارو او ځوانانو د فېسټېوال پر مهال سيلانيانو ته هر ډول اسانتياوې برابرې کړې. د ټورازم پوليس د لواري ټنل او کيلاش ته تلونکو لارو پر امنيت او دندې بوخت وو ترڅو بهر څخه سیلانیان په اسانۍ چترال ته راشي او ددوی خوندیتوب هم باوري کړي
په جشن کې د هېواد دننه او بهر څخه د سيلانيانو په زیات شمیر کې ګډون وکړو چې له امله يې د سيمې ګرځندوی ته وده ورسېده. د کيلاش ډېوېلپمنټ اتھارټۍ له خوا هم سيلانيانو ته بېلابېلې اسانتياوې برابرې شوې وې
محمد سعد وويل چې د چاؤموس جشن د ژمي د موسم لپاره د خوښۍ، امن او سوکالۍ نښه ګڼل کېږي. او د نیوی کال د راتګ زیری ورکوي