تازه خبرونه

په کندز کې د این آر ایف  برید: دوه طالب جنګيالي وژل شوي

د افغانستان په کندز ولایت کې د ملي مقاومتي محاذ طالبانو پر ضد برید کړې دې، په برید کې ګنړ شمیر طالب جنګیالي ټپيان شوي هم دي
د افغانستان په شمالي برخو کې د این ار ایف پر طالبانو د برید وروسته امنيتي سرتېري د پېښې ځای څېړي

د ملي مقاومت فرنټ د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په میاشت کې په افغانستان کې هدفی عملیات کړي، د طالبانو ځواکونو ته ی مهم تلفات اړولي دی

د افغانستان د ملی مقاومت فرنټ  دعوی کړی چې په کندوز کې ی  سرتېرو  تیره شپه د ښار د شپږم امنيتي حوزه په امام صاحب بندر سیمه کې پر طالبانو هدفمی  عملیات کړي چی په نتیجه کی دوه طالبان وژل شوی او کنړ شمیر نور ټپیان شوي دي  

د طالبانو له لوري دې برید په اړه  کوم بیان نه دی جاری شوی

 این ار ایف وایی دا  برید په ځانګړې توګه د شپږمې ولسوالۍ د طالبانو  قومندان  پر ضد وو او په برید کې هدف ګرځول شوې چی په دغه برید کې وژل شوې

ازادو سرچینو ددی تصدیق نه دی کړی

این ار ایف د وینا ترمخه دسمبر په پیل کې په پنجشير کې د طالبانو پر یوه مرکز  هدفي برید کړی و، چې پکې ۱۷ طالبان وژل شوي او لږ تر لږه پنځه نور ټپیان شوي وو

 راپوړټونه ښیې په دې وروستیو کې هم  جبهې د کابل د کورنیو چارو وزارت پر چک پوسته برید کړی وو  چې پکې ۱۰ طالبان وژل شوي او پنځه ټپیان شوي

د څیړونو ترمخه د این ار ایف  عملیات د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې دوام لري، کله چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل  

د تحریک دعوی ده  چې په افغانستان کی طالبانو سرتېري او تاسیسات په ګڼو ولایتونو کې هدف ګرځوي، په ځانګړی ډول  پنجشير، بغلان، تخار، پروان، کابل او کندز کې ی طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي دي  

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د راپور له مخې، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر جولای پورې د طالبانو مخالفه ډلې این ار ایف د دولتي وګړو په ضد ترسره شویو ۱۱۶ بریدونو څخه ۷۳ بریدونو مسووليت منلی، چې د ټولو بریدونو تر ټولو لویه برخه جوړوي  د طالبانو چارواکو تر اوسه د دسمبر د دې پېښو په اړه رسمي اعلاميه نه ده جاری کړی او  د ملي مقاومت د ادعاوو خپلواکه تصدیق په جګړه ځپلو سیمو کې د محدود راپور ورکولو له امله ستونزمن دې

نورخبرونه:  پنجشېر کې د طالبانو په مرکز کې چاودنه: اته افغان  طالبان وژل شوي

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *