تازه خبرونه

 کراچۍ کې د دیني عالمانو مهمه غونډه: دیني عالمانو پاکستان کې د وسله‌والې مبارزې غندنه وکړه

دیني عالمانو د افغانستان له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې خپله خاوره د پاکستان په ضد د ترهګری او تخریب دپاره د کارولو اجازت ور نه کړي
په کراچۍ کې د بېلابېلو مکتبه فکر دیني عالمانو ګډه غونډه، چې پکې د وسله‌وال تاوتريخوالي پر ضد اعلاميه لوستل کېږي

د پاکستان دیني عالمانو له دې وړاندې هم داسې فتوی جاري کړې وه چې هیواد دننه وسله واله مبارزه او ترهګري غیرقانوني،غیرشرعي او حرامه ده

 د پاکستان له بېلابېلو سيمو څخه د ټولو مکتبه فکر دیني عالمانو  په يوه مهمه غونډه کې، په هېواد کې د هر ډول وسله‌والې مبارزې په ښکاره او په ګډه غندنه وکړه

 د غونډې له پای وروسته په خپره شوې ګډه اعلاميه کې ويل شوي چې وسله‌واله مبارزه، که د اسلام په نوم وي او که د قوميت تر شعار لاندې، د هېواد او ټولنې لپاره زيانمنه ده

د غونډې مشري د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن کوله او د بېلابېلو مذهبي ګوندونو او مسلکونو استازو پکې ګډون وکړو او د امن، يووالي او ملي ثبات پر ارزښت ی  ټينګار وکړ

په لس نکاتی ګډ بيان کې وویلی شوی چی  په پاکستان کې وسله‌وال تاوتريخوالی يوازې د هېواد دښمنو عناصرو ته ګټه رسوي او د ولس امن، پرمختګ او ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي

 اعلاميه ټينګار کوي چې اسلام د امن، زغم او د دولتي نظم د درناوي پيغام لري، او هر ډول وسله‌وال فعالیتونه نه يوازې د اسلامي تعليماتو خلاف دي، بلکې د هېواد د امنيت او ثبات لپاره هم جدي خطر ګڼل کېږي

په اعلاميه کې له افغان اسلامي امارت څخه هم په څرګنده غوښتنه شوې چې خپله خاوره دې د هغو “ډلو او کړيو” لپاره د فعاليت مرکز نه ګرځوي چې په افغانستان کې له شته اسانتياوو څخه په استفادې پاکستان کې د تخريب او ترهګرۍ کړنې ترسره کوي

د پاکستان دیني عالمانو  وويل چې د سيمه‌ييز امن او ثبات لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري او د تاوتريخوالي مخنيوی اړين دې

هم دارنګه فتوی ددی وړاندی په افغانستان کی هم علماوو جاری کړی وه چی پکی وویلی شوی وو د هیواد دننه او بهر په ګاونډی هېوادونو کی جهاد یا وسله واله مبارزی څخه منع کړی شوي وو

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *