تازه خبرونه

کرک کې د پوليس په موټر بريد: پنځه پوليس سرتېري شهيدان شوي

د ګرګري دامي بانډه په سيمه کې د بريد وروسته د پوليس موټر اور واخستیو او بریدګر له سیمې وتښتیدل، پولیسو په سیمه کې اپریشن پیل کړې
د خيبر پښتونخوا د کرک ولسوالۍ د ګرګري سيمه کې د ډزو له بريد وروسته سوځېدلی پوليس موټر

د کرک پولیسو مشر رسنیو ته ویلي دي چې بریدګرو د هغه پولیسو موټر هدف کرځولې په کوم کې به چې پولیسو ګزمه کوله

د پوليسو  چارواکی وایی د سه شنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا د کرک ولسوالۍ د ګرګري دامي بانډه په سيمه کې نامعلومو وسله‌والو پر يو پوليس موټر ډزې کړې، چې په نتیجه کې پنځه پوليس سرتېري شهيدان شوي دي

د ولسوالۍ د پوليسو وياند شوکت علی وویلی چې بريد پر هغه پوليس موټر شوی چې په سيمه کې ی ګزمه کوله

د هغوی په وینا د ډزو له امله موټر اور واخيست او پوليس سرتېري پکې بند پاتې شول. ټول شهيدان شوي کسان د پوليس ځواک  سپاهیان وو

د شهيدانو نومونه د کانسټېبل شاهِد اقبال، سميع‌الله، عارف، صفدر او محمد ابرار ښودل شوي، یو پکې محمد ابرار د پوليس موټر چلوونکی هم و

پوليسو ويلي چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ولسوالۍ د پوليسو مشر کرک  محمد سعود په ګډون د پوليسو درنه نفري سيمې ته ورسېده، سيمه يې کلابنده کړه او د بريدګرو د موندلو لپاره يې  عمليات پيل کړل

 د پولیس ضلعی مشر محمد سعود ځایی میډیا ته ویلی  چې له پېښې ځایی شواهد راټولېږي او قضيه له هر اړخه څېړل کېږي

که څه هم د بريد کره نوعيت لا نه دی روښانه شوی، خو د پوليسو له لوري خپاره شوي انځورونه د سوځېدلي پوليس موټر پاتې شوني ښيي

دا بريد په خيبر پښتونخوا کې پر امنيتي ځواکونو د پرله‌پسې بريدونو تازه برید دې ، په وروستيو اوونيو کې د ولايت په بېلابېلو سيمو کې ګڼ پوليس سرتېري د ډزو او ځانمرګي  بريدونو کې شهيدان شوي، چې د سيمې د امنيتي وضعيت د جدي ننګونو څرګندونه کوي.

امنتی چارواکو وخت په وخت په دغه سيمو کی د ترهګرو په ضد عملیات کړی دی او ګنړ شمیر ترهګر ی وژلی او ګرفتار کړی هم دي

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *