تازه خبرونه

افغان طالبان:  د افغان مهاجرنیو ۵۱۲ کورنې او ۲۷۷۷ غړي ی خپلو سیمو ته لیږدول شوي د ي 

افغان طالب چارواکي وایی دوی په سرحدي سیمو کې افغان مهاجرین چې هیواد ته واپس راځي اسانتیاوې ورکوو ترڅو دوی خپل هیواد کې ژوند پیل کړي
پاکستان د افغان مهاجرینو پر مخ خپل سرحدونه خلاص ساتلي دي

افغان طالب چارواکي وایی چې د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۳۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۴)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي

 د  افغان طالبانو حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء هیواد ته واپس راستانه شوو افغان کورنیو ورځنې راپور خپور کړې دې

راپور د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۷/۱هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱۰/۱هـ ل نېټې سره، سمون خوري، راپور کې وایی چې  د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي دي

 د اسلام کلا له لارې (۱۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۷) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۶) کورنیو سره مجموعًا (۱۲۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۳۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۴)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۹۰۸)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶)کورنیو سره مجموعًا (۴۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده، د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۵۳۱)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۶)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو، یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د سپین بولدک له لارې (۸۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۶۴)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي، له سپین بولدک څخه (۴۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۳۵)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۳۶۶۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸۳)کورنیو سره مجموعًا (۷۰۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي

غذا: په سپین بولدک کې (۱۹۲۲)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۲۰)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د تورخم له لارې (۲۲۹)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۱۲۰۰)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي، له تورخم څخه (۴۲۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۳۲۳)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۰۲۱۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۴۳)کورنیو سره مجموعًا (۳۷۳۰۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده، د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه په راپور کې وایی چې د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۴۰)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

 په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شي

د بهرامچې له لارې (۵۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۸۲)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي

 د هلمند له بهرامچې څخه (۴۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۱۹)تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۵۲۶۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۷)کورنیو سره مجموعًا (۶۶۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده، د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي

ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۴۲۰)کورنۍ او (۲۱۶۷)افراد

لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۵۱۲)کورنۍ او (۲۷۷۷)افراد

مرسته شوي مهــاجرین:              (۶۲۵)کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              (۴۶۶)عــــدده

نورخبرونه: لنډي کوتل کې غیرقانوني افغان مهاجرینو له خبردارۍ ورکړل شو

افغان طالبان: د تورخم عمري کمپ کې افغان مهاجرینو لپاره سهولتونه ورکوو

Related Articles

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

د ګومل بازار سړک پر سر د آی ای ډي په چاودنه کې زغره وال پولیس موټر ویجاړ؛ امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو پر ضد د لټون عملیات پیل کړل

January 12, 2026

اسلام‌ په ضد سپکاوی او د مسلمانانو پر ضد د کرکې پر وړاندې د مساوي قانوني ساتنې او سخت اقدام غوښتنه وشوه.

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *