د پاکستان د پوځ مشر او د دفاعي ځواکونو قومندان، فیلډ مارشل سید عاصم منیر، ته د دسمبر په ۲۲مه د سعودي عربستان د رسمي سفر پر مهال د باچا عبدالعزیز مډال ورکړل شو
دا د سعودي عربستان تر ټولو لوړ ملي ویاړ بلل کېږي- یاد مډال د حرمېنو شریفېنو د سرپرست، باچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود، د شاهي فرمان له مخې ورکړل شوی، چې موخه یې د فیلډ مارشل عاصم منیر د ممتاز پوځي خدمتونو، رهبرۍ او د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د دفاعي همکاریو او ستراتېژیک همغږۍ د پیاوړتیا په برخه کې د هغه د مهم رول ستاینه ده
د دې سفر پر مهال، فیلډ مارشل عاصم منیر د سعودي عربستان د دفاع وزیر، شهزاده خالد بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود، سره وکتل. په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د سیمې د امنیتي وضعیت، بدلېدونکو جیوپولېټیکي ننګونو، دفاعي او پوځي همکاریو او پراخو ستراتېژیکو اړیکو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې
دواړو مشرانو د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ پر تاریخي او ژورو اړیکو بیا ټینګار وکړ او د سیمې د سولې او ثبات لپاره یې پر ګډې ژمنې ټینګار وکړ
د سعودي مشرتابه د فیلډ مارشل عاصم منیر د مسلکيتوب، ستراتېژیک لید او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ادارېز تړاو او د ترهګرۍ پر ضد همکاریو د پیاوړتیا لپاره د هغه هڅې وستایلې
فیلډ مارشل عاصم منیر د دې ویاړ له ترلاسه کولو وروسته د حرمېنو شریفېنو له سرپرست او د سعودي له مشرتابه څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دا مډال د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د تلپاتې او ټینګو اړیکو څرګندونه کوي
نوموړي د سعودي عربستان د امنیت، ثبات او سوکالۍ لپاره د پاکستان پر نه بدلېدونکې ژمنې بیا ټینګار وکړ
د پاچا عبدالعزیز د لوړې درجې مډال ورکړه د پاکستان او سعودي عربستان د اړیکو ژورتیا څرګندوي او دا ثابتوي چې دواړه هېوادونه د سیمهییزې او نړیوالې سولې لپاره د ستراتېژیکو همکاریو د لا پیاوړتیا ګډ هوډ لري
