مردان: د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ محمد سهیل آفریدی په ګرلز کېډټ کالج مَردان کې د والدینو ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې ګډون وکړ او ګډونوالو ته یې وینا وکړه.
نوموړي زدهکوونکو، والدینو، ښوونکو او د ادارې انتظامیې ته مبارکي وویله او د تعلیمي ادارې د مجموعي کارکردګۍ یې ستاینه وکړه
په دې موقعه صوبایي وزیران ارشد ایوب او شفیع جان، د قومي اسمبلۍ غړی عاطف خان او د مَردان اړوند د صوبایي اسمبلۍ غړي هم له وزیر اعلیٰ سره ملګري وو
د مراسمو پر مهال وزیر اعلیٰ سهیل آپریدی هغو کېډټ نجونو ته مډالونه او ټرافۍ ورکړې چې په نصابي او غیر نصابي فعالیتونو کې یې غوره مقامونه ترلاسه کړي وو
هغه وویل چې د نجونو کېډټ کالجونه د داسې مشرتابه د جوړولو سرچینه ده چې هم وړتیا لري او هم ښه کردار لرې
وزیر اعلیٰ د خپلې وینا پر مهال په ضلع خېبر کې د ګرلز کېډټ کالج د جوړولو اعلان وکړ او همداراز یې د ګرلز کېډټ کالج مَردان تر جوړېدو لاندې ودانۍ په وخت بشپړولو لپاره د فنډونو د ورکولو اعلان هم وکړ
هغه وویل چې د ګرلز کېډټ کالج مَردان کې د ټول پاکستان څخه زدهکوونکې زدهکړې کوي، چې دا د یادی ادارې ملي اهمیت څرګندوي
نوموړي زیاته کړه چې صوبایي حکومت د تعلیم، صحت او حکمراني په ګډون په ټولو برخو کې وړتیا ته پام لرنه کوي
وزیر اعلیٰ وویل چې له سیاسي ثبات پرته اقتصادي ثبات ممکن نه دی، او ښوونکو ته یې سپارښتنه وکړه چې زدهکوونکي باید د صوبې له مالي او آئیني حقونو خبر وي، څو نوې نسل خپل حقونه او مسؤلیتونه په ښه توګه درک کړي
هغه وویل چې د خېبر پښتونخوا شاوخوا ۴۵۰۰ اربه روپۍ د وفاق پر ذمه پاتې دي، د صوبې پر وسایلو وفاق واکمن دی او په محدودو وسایلو کې د لامحدوده ستونزو حل هڅه کېږي. نوموړي زیاته کړه چې پخوانۍ فاټا که څه هم اداري ډول ورګډه شوې، خو مالي پلوه لا هم بشپړ انضمام نه دی شوی
وزیر اعلیٰ سهیل آفریدی وویل چې د وفاق له خوا د فنډونو نه ورکولو له امله د پرمختیايي پروژو لګښتونه زیاتېږي، او که صوبې ته خپل بقایاجات پر وخت ورکړل شي، نو پر ولس د پانګونې کچه نوره هم لوړېدای شي
هغه وویل چې خېبر پښتونخوا هېواد ته ارزانه برېښنا برابروي، خو د آیپيپیز سره د شوو تړونونو له امله ولس ته ګرانه برېښنا ورکول کېږي. نوموړي اندېښنه وښوده چې شاوخوا ۳۰ لکه کسانو هېواد پرېښی او پرېکړه کوونکي باید د هېواد په اړه جدي غور وکړي
د وینا په پای کې وزیر اعلیٰ واضحه کړه چې د صوبې د حقونو د ترلاسه کولو مبارزه به د سیاسي جدوجهد ترڅنګ روانه وي او د خېبر پښتونخوا د ولس پر ګټو به هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي