تازه خبرونه

عمران خان پر ضد توشه خانه ۲ قضیه: عمران خان او بشری بي بي ته د ۱۷،۱۷ کالو بند سزا او یو، یو کروړ روپۍ جرمانه واورول شوه

اسلام‌اباد محکمې د سعودي عربستان له سفره ترلاسه شوې د بلغاري قیمتي ګاڼو د نه جمع کولو په قضیه کې پخوانی وزیراعظم عمران خان او د هغه مېرمن بشری بي بي مجرم وګرځول شول
د پي ټي ایی مشر عمران خان او د هغه میرمن د یو شمیر جرمونو کولو په مقدمو کې له تیرو کلونو څخه په زندان کې دي

د عمران خان پر ضد توشه خانه مقدمې په اړه د بهرنیو چارو وزارت او په سعودي عربستان کې د پاکستان د سفارت له‌خوا محکمې ته سپارل شوو ریکارډونو له مخې، د بلغاري د ګاڼو سیټ اصلي ارزښت له ۷ کروړه او ۱۵ لکه روپیو څخه زیات دی

اسلام‌اباد :  د اسلام‌اباد یوې محکمې د توشہ‌خانه ټو قضیې په پرېکړه کې پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه مېرمن بشریٰ بي‌بي ته د ۱۷، ۱۷ کلونو بند سزا واوروله او پر دواړو یې د یو ـ یو کروړ روپیو جرمانه هم ولګوله

د قضیې ځانګړي قاضي، شاه رخ ارجمند، دا پرېکړه د اډیاله زندان  دننه واوروله

د عدالتي چارواکو په وینا، عمران خان او بشریٰ بي‌بي د پرېکړې پر مهال په محکمه کې حاضر وو. تر پرېکړې وړاندې د عمران خان وکیل سلمان صفدر ته هم خبرتیا (نوټس) ورکړل شوې و

محکمې د پاکستان د جزا قانون  د ۴۰۹ مادې لاندی دواړو ته جلا جلا اووه ـ اووه کاله بند هم واوروه، چې د نورو سزاوو ترڅنګ به عملي  شي

د توشہ‌خانه ټو قضیې لومړنۍ پلټنې د نیب له‌خوا شوې وې، خو د نیب د ترمیمونو وروسته دا قضیه ایف‌آی‌اې ته وسپارل شوه. ایف‌آی‌اې د پلټنو تر بشپړېدو وروسته د ۲۰۲۴ کال د ستمبر په میاشت کې چالان محکمې ته وړاندې کړ

 په عمران خان او بشریٰ بي‌بي د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۱۲مه په دې قضیه کې فردِ جرم عاید شوی و. د یادونې وړ ده چې په توشہ‌خانه لومړۍ قضیه کې محکمې دواړه بری کړي وو

په عمران خان او بشری بي بي تورونه څه دي؟

په عمران خان او بشریٰ بي‌بي دا تور دی چې هغوی په ۲۰۲۱ کال کې د سعودي عربستان د سفر پر مهال ترلاسه شوې د بلغاري   قیمتي ګاڼو سیټ د توشہ‌خانه په ریکارډ کې جمع نه کړ. د محکمې اسناد ښيي چې دا سیټ د سعودي ولی عهد محمد بن سلمان له‌خوا د وزیراعظم مېرمنې ته ډالۍ شوی و

د تفصیلاتو له مخې، په دغه بلغاري سیټ کې بریسلېټ، د لاس ګوته ، غوږوالۍ او نیکلس شامل وو. په انګوټي کې ګلابي رنګه الماس لګېدلی و، بریسلېټ او نیکلس کې هم قیمتي الماسونه او غمي ځای پر ځای شوي وو

محکمې ته وړاندې شویو اسنادو کې ویل شوي چې تورنو د یوې خصوصي کمپنۍ له لارې د دې سیټ ارزښت له اوو نیمو کروړو روپیو زیات په مصنوعي ډول ټیټ وښود

یوازې ۵۲ لکه روپۍ یې ارزښت وټاکه او ۲۹ لکه روپۍ یې ادا کړې. پر هغوی دا تور هم لګېدلی چې د واک له ناوړه استفادې سره یې د سیټ بیه ۵۸ لکه روپۍ وټاکله او بیا یې ۲۹ لکه روپۍ ورکړې د بهرنیو چارو وزارت او په سعودي عربستان کې د پاکستان د سفارت له‌خوا محکمې ته سپارل شوو ریکارډونو له مخې، د بلغاري د ګاڼو سیټ اصلي ارزښت له ۷ کروړه او ۱۵ لکه روپیو څخه زیات دی

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *