تازه خبرونه

داعش ډلې پر ضد لویه کامیابي: پاکستان د داعش ویاند نیولې دې

سلطان عزيز د ملګرو ملتونو د ترهګرو په نوملړ کې شامل وو . د داعش خراسان مهم غړی د مالي مرستو، جلب‌وجذب، تبلیغاتو او سترو ترهګریزو بریدونو او د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر برید ذمه واری منلی وه
د نیول شوي داعش مشر په اړه د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، هغه د داعش ډلې د وړتیاوو په پراخولو او دوام کې مهم رول لوبولی دی

د داعش دلې دې مهم مشر په اړه څېړونکي وايي اعظم د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د ځانمرګي برید مسؤلیت منلی و

اسلام‌اباد:  پاکستاني چارواکو د داعش خراسان ډلې   یو لوړپوړی غړی او د ډلی ویاند، سلطان عزیز اعظم، په یوه مهم ترهګرۍ  په ضد عملیاتو کې ګرفتار کړی چارواکي وايي دا ګرفتاری د سیمې په کچه د یادې ډلې د شبکو د له منځه وړلو په لړ کې ترسره شوې ده

سلطان عزیز اعظم د ملګرو ملتونو له‌خوا د ۲۰۲۳ کال د اپرېل په ۲۶مه نېټه نوم‌لړ کی شامل کړی  شوی و، ځکه چې هغه د داعش خراسان لپاره د مالي مرستو برابرولو، عملیاتي پلان جوړونې، جلب‌وجذب او ترهګریزو فعالیتونو کې رول درلود.

د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، هغه د داعش ډلې د وړتیاوو په پراخولو او دوام کې مهم رول لوبولی دی

اعظم له ۲۰۱۵ کال راهیسې، چې داعش خراسان په افغانستان کې رامنځته شو، د دې ډلې د ویاند په توګه فعالیت کاوه. نوموړی پخوانی افغان خبریال و او د خپلې رسنیزې تجربې له لارې یې د داعش خراسان تبلیغات پیاوړی کړی و او د منظمې پروپاګنډې له لارې یې د ډلې پیغام، نفوذ او اغېز زیات کړی وو

څېړونکي وايي اعظم د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د ځانمرګي برید مسؤلیت منلی و. دا برید د افغانستان په وروستیو کلونو کې  تر ټولو خونړیو پېښه وه چې پکې له  د امریکایی ځواکونو په شمول ۱۸۰ څخه زیات کسان ووژل شول. د راپورونو له مخې، اعظم ویلي وو چې دا برید د داعش خراسان د مشر ثناءالله غفاري تر څار لاندې ترسره شوی و

څیړنی ښیې  په سلطان عزیز اعظم دا تور هم دی چې د ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې د درې ښځینه خبریالانو د وژنې ذمه واري هم په غاړه اخستې وه

 د امنیتي سرچینو په وینا، د داعش خراسان اړوند رسنۍ اخبار ولایت خراسان د ده تر اغېز لاندې دا وژنې د ایډیالوژیک پلوه د منلو وړ وښودلې، چې له امله یې د بشري حقونو او د رسنیو د ازادۍ بنسټونو سخت غبرګونونه راوپارول

پاکستاني چارواکي وايي چې دا ګرفتارې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د ژمنتیا څرګندونه کوي او دا چې هېواد د افراطي تبلیغاتو، مالي شبکو او سرحدي ترهګر فعالیتونو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې روانې ساتي. چارواکو زیاته کړه چې د اعظم د اړیکو، همکارانو او عملیاتي تړاوونو په اړه نورې پلټنې لا هم روانې دي

Related Articles

سرچینې: ځوانان په زور جبهاتو ته لېږل کېږي، شمال کې جبري جلب‌وجذب روان دی

March 4, 2026

په اوسنیو نړیوالو کړکېچونو کې، د امریکا تقاعد شوی کرنل ډوګلاس مک ګریګور ادعا کړې چې امریکایي بحري ځواک د ایران د کړکېچ له امله د خپلو دودیزو پوځي بنسټونو پر ځای د هند بندرونه د لنگر او لوژستیکي ملاتړ لپاره کاروي

March 4, 2026

سلمان نادوي د پاکستان ضد څرګندونو له امله نیول شوی، چې د نظریاتي تعصب او د پاکستان د خپلواکۍ د کمزوري کولو هڅې څرګندوي

March 4, 2026

پاکستان د طالبانو د بریاوو دعوې رد کړې، خپل سرحدي امنیت ټینګ ساتي او په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه هدف ګرځوي

March 4, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *