تازه خبرونه

پاکستان غزه ته د  خپلو ځواکونو د لېږلو په اړه اټکلونه رد کړي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د رویټرز خبري ایجنسئ ادعاوې بې‌بنسټه وبللې او ټینګار یې وکړ چې د غزه په اړه د پاکستان تګلاره د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې د چوکاټ، پارلماني څار او د اوربند او سیاسي حل ملاتړ پورې تړلې ده
په اسلام‌اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ یا د بهرنیو چارو ویاند میډیا سره خبرې کوی

پاکستان افغان طالبانو باندې غږ کړې چې له خپلې خاورې د فعالیت کوونکو ټولو ترهګرو ډلو پر ضد، د هغوی د مشرانو په ګډون، سمدستي، عملي او د تایید وړ ګامونه واخلي

اسلام‌اباد :  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د رویټرز خبری ایجنسی هغه راپور په کلکه رد کړی چې پکې ویل شوي وو چې  د دفاعي ځواکونو مشر  جنرال عاصم منیر به امریکا ته سفر وکړي تر څو د غزه د احتمالي ثباتي ځواک په چوکاټ کې د پاکستاني پوځیانو د استولو په اړه خبرې وشي وزارت دا راپورونه قیاسي ، ګمراه کوونکي او له حقیقت پرته بللې

 د مختلفو  پوښتنو په ځواب کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې دا مهال واشنګټن ته د سی ډی ایف د کوم سفر هېڅ پروګرام نشته او زیاته یې کړه چې د لوړپوړو چارواکو د بهرنیو سفرونو په اړه رسمي اعلانونه تل د ټاکل شوو دیپلوماتیکو لارو له مخې کېږي. ویاند ټینګار وکړ چې د داسې سفرونو په اړه اوازې باید د واقعیت په توګه ونه ګڼل شي

  د بهرنیو چارو وزارت بیا وویل چې د هېواد د بهرنیو پوځي مأموریتونو پالیسي بدله شوې نه ده. د هر ډول نړیوال مأموریت لپاره د ملګرو ملتونو روښانه اجازه ، مندېټ، ټاکل شوي د جګړې اصول او د پارلمان څار اړین دي — هغه شرایط چې د وزارت په وینا دا مهال د غزه  په اړه موجود نه دي

 همدارنګه ټینګار وکړ چې پاکستان د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې په عملیاتو کې له سترو ونډه‌اخیستونکو هېوادونو څخه دی او له ۱۹۶۰ کال راهیسې یې تر ۲۳۰ زره زیات سرتېري بېلابېلو مأموریتونو ته لېږلي دي. خو ویې ویل چې پاکستان هېڅکله په داسې مأموریتونو کې برخه نه ده اخیستې چې نړیوال قانوني پوښښ ونه لري یا د ځایي مقاومت د ډلو د جبري بې‌وسلې کولو غوښتنه پکې شوې وي، چې پکې حماس هم شامل دی

د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار د پخوانیو څرګندونو په تکرار، ویاند وویل که د غزې په اړه د پاکستان هر ډول رول وي، هغه به یوازې د سولې ساتنې او بشري مرستو تر کچې محدود وي، نه د سولې د جبري ټینګښت لپاره وزیر مخکې ویلي ووچې زموږ کار په غزه کې سوله ساتنه ده، نه سوله پلي کول او وزارت ټینګار وکړ چې دا دریځ لا هم پر خپل ځای دی

د بهرنیو چارو وزارت هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې پر پاکستان د ځواکونو د استولو لپاره بهرنی فشار شته. وزارت وویل دا ډول خبرې د بهرني نفوذ کچه له حقیقته لوړه ښيي او د پاکستان کورني، اساسي قانوني، سیاسي او امنیتي محدودیتونه له پامه غورځوي. ویاند زیاته کړه چې بهرني پوځي مأموریتونه جدي سیاسي، قانوني او امنیتي پایلې لري چې د رسنیزو اټکلونو له لارې نشي پرېکړه کېدای

د پاکستان–امریکا اړیکو په اړه د وضاحت په ترڅ کې ویاند وویل چې له واشنګټن سره د اسلام‌اباد تعامل د دیپلوماتیکو اړیکو عادي کېدل دي، نه اطاعت یا پوځي همغږي. د غزه په اړه خبرې اترې، د وزارت په وینا، د کوم عملي پوځي ژمنې معنا نه لري

په پای کې، د بهرنیو چارو وزارت وویل چې پاکستان د سمدستي اوربند، بې‌خنډه بشري لاسرسي او د نړیوال قانون او د فلسطیني ولس د غوښتنو سره سم د یوه سیاسي حل ملاتړ ته دوام ورکوي

Related Articles

د اېټمي انرژۍ د نړيوالې ادارې (IAEA) د مدیره پلاوي ځانګړې ناسته جوړه شوې ده څو په ایران کې د وروستیو پرمختګونو او د اټمي خوندیتوب د اندېښنو په اړه بحث وکړي

March 2, 2026

د ایران دولتي رسنیو تایید وکړ چې د ایران لوړ مشر آیت‌الله علی خامنه‌‎ای په بریدونو کې وژل شوی، چې د منځني ختیځ کړکېچ نوره هم زیات کړی دی

March 2, 2026

طالبانو د امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو غندنه وکړه خو د ایران د لوړې مشر د مرګ په اړه یې څه ونه ویل

March 2, 2026

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف له بحرین سره د‎ ملاتړ ډاډ ورکړ او د سیمې د ثبات لپاره د احتياط غوښتنه وکړه

March 2, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *