تازه خبرونه

  ملګرو ملتونو غیرقانوني ګرځول شوې ټي ټي پي ډله پاکستان لپاره لوی ګواښ بللې

ملګرو ملتونو په راپور کې د افغان طالبانو دا دعوی رد کړې ده چې افغان طالبان وایی چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي
افغان طالبان له دې انکار کوي چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي

د مګرو ملتونو د یوې ځانګړې ادارې ۱۶م راپور ښایی چې د افغانستان خاوره د افغان طالبانو حکومت واک کې د پاکستان پر ضد کارول کیږي

 ملګرو ملتونو د افغان طالبانو حکومت او ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په اړه یو مهم راپور خپور کړې د ې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې د افغان طالبانو هغه ادعا رد شوې چې ګواکې ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې څخه د سرحدونو هاخوا د بریدونو لپاره کار نه اخلي۔

د ملګروملتونو دا خپور راپور څرګندونه کوي چې د افغانستان خاوره د افغان طالبانو په واک کې د پاکستان پر ضد کارول کیږي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحلیلي ملاتړ او بندیزونو د څارنې ډلې په ۱۶م راپور کې دغه ادعا بې‌اعتباره  بلل شوې ده ، راپور تایدوي چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي

راپور خبرداری ورکوي چې د سیمې هېوادونه ورو ورو افغانستان د سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ د سرچینې په توګه ګوري

د راپور له مخې، ګڼو غړو هېوادونو خبر ورکړی چې داعش خراسان، تحریک طالبان پاکستان ، القاعده، ترکستان اسلامي ګوند، جماعت انصارالله او نورې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او ځینې یې د بهرنیو بریدونو پلانونه هم جوړوي

افغان طالبانو سره څوک اړیکې لري او د سیمې لپاره لوی ګواښ؟

د ملګرو ملتونو په وینا، القاعده له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، په داسې حال کې چې داعش خراسان د طالبانو مهم مخالف ګڼل کېږي۔

راپور کې ویل شوي چې تر ټولو لوی سیمه‌ییز ګواښ تحریک طالبان پاکستان    دی، چې د افغانستان له پناه ځایونو څخه عملیات ترسره کوي

د راپور له مخې، د طالبانو په مشرتابه کې پر دې موضوع اختلاف شته؛ ځینې لوړپوړي غړي ټي ټي پي  د پاکستان سره د اړیکو لپاره زیانمنه بولي، خو داسې افغان طالبان مشران لا هم د دې ډلې ملاتړ کوي

ملګرو ملتونو ویلي چې ټي ټي پي  په ۲۰۲۵ کال کې په پاکستان کې له ۶۰۰ څخه زیات بریدونه کړي، چې ډېری یې پېچلي وو او زیاتره ځانمرګي بریدګر افغان وګړي وو

راپور دا هم وایي چې پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی، چې پکې د داعش خراسان د ویاند سلطان عزیز اعظم او د نورو مهمو تندلارو نیونې شاملې دي

د پاکستان روښانه دریځ تاید وشو

دلته مهمه ده چې باید یادونه وشی چې پاکستان بیا بیا نړیوالو فورمونو باندې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارولو باندې ټینګار کوي خو افغان طالب چارواکي دا نه مني نن د ملګرو ملتونو دا راپور ښایی چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي، افغانستان کې بریدونه پلان کیږي او بیا ی ترهګر په پاکستان کې ترسره کوي

اړوند خبرونه: ملګري ملتونه: افغان طالبان دې له  ښځو د کار بندیز لرې کړی

ملګری ملتونه وایی په افغانستان کی د بشری حقونو کړکیچ زیات شوی

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *