د اسټریلیا سډني په بونډي ساحل په ۱۴م دسمبر د یهودیانو په مذهبي مراسمو برید کې ککړ هندي وګړي ساجد اکرم او د هغه د زوی نوید اکرم پاسپورټونه رسنیو مخې ته راغلي دي
د اسټرالیا د سډني ښار د بونډي ساحل پر برید د هندي سفارت ته د لومړۍ ورځ څخه د بریدګر د پېژندنې معلومات موجود وو، خو هندي چارواکو د پاکستان د بدنامولو لپاره په قصدي ډول د برید پړه پر پاکستان واچوله
د رسنیو راپور ترمخه ساجد اکرم ته پاسپورټ د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه د هندي سفارت له خوا د ۱۰ کلونو لپاره جاري شوی و، او هندي سفارت ته د لومړۍ ورځې څخه د بریدګر د هندي تابعیت په اړه بشپړ معلومات وو
د هند سفارت لوري جاري شوي پاسپورټ کې په څرګنده ډول لیدل کېږي چې پکې د هند د تلنګانه ایالت د حیدرآباد ښار نوم لیکل شوې دې او د پاسپورټ د ختمېدو نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۳۲ ده
هندي چارواکو په قصدي ډول حقیقت پټ کړ او خپل رسنیو ته یې وخت ورکړ چې پر پاکستان بې بنسټه تورونه ولګوي۔
د سډني بونډي ساحل له برید وروسته سمدستي هندي رسنیو ګمراه کوونکی،بې اساسه او د درواغو پروپیګنډا خپره کړه او هڅه یې وکړه چې بریدګر پاکستانی وښيي خو وروسته دا پروپیګنډه درواغ ثباته شوه او د بونډي ساحل برید ګر هندي وګړې ثابت شو
د هند د دې ناوړه هڅې موخه دا وه چې پاکستان په نړیواله کچه بدنام کړي، خو بله ورځ نړۍ ته دا حقیقت څرګند شو چې د سډني بریدګر پاکستانی نه، بلکې هندي وګړی و
اسټریلیا ولې د هند را اهلکار وشړل؟
د برتانوي جریدې دي ګارډین د راپور له مخې، اسټریلیا په ۲۰۲۰ کال کې د هند د استخباراتي ادارې را دوه اهلکار د ناقانونه فعالیتونو له امله له هېواده وشړل۔ دغه ایستل شوي هند استخباراتي ادارې را ایجنټان په اسټریلیا کې د مېشتو هندي وګړو د پروفایل جوړونې په فعالیتونو کې ککړ وو
دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې د اسټریلیا په بونډي بیچ کې د یهودیانو په مذهبي غونډي یو هندي وګړي چې ساجد اکرم نومیدو ډزې پیل کړې، دې هندي وګړي سره د هغه یو زوی هم وو ، د پولیسو ترمخه پلار ساجد اکرم ی د برید پر ځای له منځ یوړل خو د هغه زوی نوید اکرم په ټپي حالت کې نیول شوې دې
اړوند خبرونه: اسټریلیا کې په یهودیانو حمله کوونکې پلار له هند څخه دې
په اسټریلیا کې د بونډي ساحل د ډزو پېښه: د پاکستاني وګړي د لاس لرلو ادعاوې ناسمې ثابتې شوې
اسټرالیا سډني کې پر یهودانو خونړی برید: د مړو تعداد ۱۶ ته رسیدلې