تازه خبرونه

 په امریکا او لوېدیځ کې د اسلام او مسلمان په ضد د کرکی څرګندونو   په بشری  فعالانو کی اندېښنې راپارولي

د مدني فعالانو خبرداری ورکړی چې مسلمانان د ترهګری په پېښو تورنول کرکه ، وېش او تاو تريخوالی زیاتوي
که وکتل شی نو د اسټریلیا بونډي ساحل ترهګریز برید هم پاکستاني مسلمان نه دې کړې بلکې یو هندي وګړي ترسره کړې دې

د بشري حقونو فعال وایی چې د مسلمان او دین اسلام په اړه دا څرګندونې او تحریک کوونکې کړنې ټولنې نه خوندي کوي، بلکې وېش، بې‌باوري او د تاوتریخوالي خطر زیاتوي

په امریکا او لوېدیځو هېوادونو کې د مسلمانانو ضد وروستۍ څرګندونې او فعالیتونو د  بشري حقونو سازمانونو او ټولنیزو مشرانو کې پراخې اندېښنې راپورته کړي دي

دا لانجه د امریکا د ملي استخباراتو د رییس ټولسي ګببارډ له ټویټ وروسته رامنځته شوه، چې د استرالیا په یوه ترهګریز  برید کې یې غندنه وکړه، خو د ځینو څارونکو له نظره یې د مسلمانانو او کډوالو پر وړاندې غیر عادلانه څرګندونې کړې

مدني فعالان خبرداری ورکوي چې د لوړپوړو چارواکو دا ډول ژبه د کرکې دود دستور  ګډه ټولنه د خطر سره مخ کوی او هم مسلمانان او هم غیرمسلمانانو کی تاوتریخوالي ته دوام ورکوي

په ټولنیزو رابطو یو مشر وایي ، اسلام د تندلاریتوب سره تړل خپله د خطرناکې افراطیت یوه بڼه ده. د ټولنیز تور لګول د تاوتریخوالي د اورونو سره ورته دي او حقیقي امنیت ته زیان رسوي

دغه څرګندونو سره په ورته وخت کې په ټکساس کې یوه بله پېښه وشوه، چېرې چې صهیونستي فعال جیک لانګ د   ایپک جومات مخې ته د مسلمانانو ضد غونډه وکړه او د‌ قرآن  سپکاوی اوکړو شنونکي وايي چې دا ډول فعالیتونه د اسلاموفوبیا د څرګندونو له امله نور هم د سولې مینه‌والو مسلمانانو پر وړاندې بې‌ځایه توب زیاتوي

چاروکو او مدني ټولنې ټینګار وکړ چې افراطیت یوازې په یوه دین پورې محدود نه دی، بلکې په بېلابېلو نظریاتو کې شتون لري. د مسلمانانو ټولنې متنوع، په عمومي ډول سوله‌ییزې دي او اکثره وخت د کرکې د جرمونو قرباني وي. پوهان وایی حقیقي امنیت یوازې د تاوتریخوالي پر وړو کسانو تمرکز کوي، نه چی پر ټول دین پوری اوتړل شی

د  بشري حقونو فعال وایی دغه څرګندونې او تحریک کوونکې کړنې ټولنې نه خوندي کوي، بلکې وېش، بې‌باوري او د تاوتریخوالي خطر زیاتوي. تمرکز باید یوازې پر تاوتریخوالي لرونکو کسانو وي، نه چی د میلیونونو قانوني خلکو په دین تور لګول شی

دغه پېښې بیا د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو له مشرانو غوښتنه راژوندي کړې چې مسؤلانه ژبه وکاروي، ټولنې خوندي وساتي، کرکه کمه کړي او امنیت یقیني کړي پرته له دې چې مغربي ټولنې او هیوادونه ټول یو دین اسلام هدف وګرځوي

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *