اسلام آباد : پاکستان د هند پر الوتنو خپل هوايي حدود د یوې بلې میاشتې لپاره د تړلو اعلامیه خپره کړې ده او دا بندیز به اوس د جنورۍ ۲۳، ۲۰۲۶ پورې پر ځای وي
د پاکستان د هوايي ډګر ادارې سول ایویشن اتها ټی د حکومتی لارښوونې سره سم پیلوټانو ته نوې لارښوونه اعلان کړی
دا وروستۍ پریکړه د اسلام آباد او نیو ډیلي ترمنځ روانو کړکیچونو په منځ کې شوې، کوم چې د می ۲۰۲۵ په میاشت کې د ډیپلوماتیکو او امنیتي ستونزو له امله زیات شوي وو. پاکستان لومړی د اپریل ۲۳، ۲۰۲۵ څخه د هند پر الوتنو خپلې هوايي حدود د ملي امنیت په دلیل بندې کړې وې، او له هغی راهیسې یې دا محدودیتونه په مرحله وار ډول غځولي دي
د هوايي چلند ادارې ویلي چې نوټام ،د بندیز دوام رسمي کوي، او د هند د هوايي شرکتونو لپاره په پاکستاني هوايي حدودو کې د تګ راتګ بندیز وضع کوي تر هغې چې نوې نیټه راورسېږي
چارواکو ویلي چې د هوايي حدود بندیدل د تجارتي الوتنو عملیات اغیزمن کړی ځکه چی شرکتونه اړ دي چې خپل پروازونه په بدلو لارو تنظیم کړي، امکان لری دی سره د سفر وخت اوږد کړي او د عملیاتو لګښتونه زیات کړي
دغه ګام د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د سیاسي او امنیتي حساسیتونو زیاتوالي څرګندوي، او اسلام آباد ټینګار کوي چې دا بندیز د خپلې هوايي حدودو د خوندیتوب لپاره احتیاطي اقدام دی
دا وضعیت د سویلي آسیا د دوو سترو هیوادونو ترمنځ د هوایي سفر پر عملیاتو اغیزی پری باسې . ددی وړاندی هند هم پاکستان دپاره خپل هوایی حدود بند کړی وو او د پاکستان بشری مرستی د سری لنکا د سیلاب زپلو دپاره د وړلو اجازه نه وه ورکړې