تازه خبرونه

برتانیې خپل وګړی  افغانستان ته له سفر څخه  منع کړي دي

د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي وضعیت بې‌ثباتي، د نیول کېدو خطر او محدود قونسلري ملاتړ د اندېښنو اصلي لاملونه وبلل
د برتانیی دغه خبرداری د نورو لوېدیځو هېوادونو له ورته دریځونو سره سمون لري

د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې په افغانستان کې د برطانوي وګړو د نیول کېدو او بندي کېدو خطر شته، او ښايي دا بند میاشتې یا حتی کلونه دوام وکړي

برتانیې د خپلو وګړو لپاره یو تازه او سخت سفري خبرداری خپور کړی او هغوی ته یې لارښوونه کړې چې د جدي امنیتي ګواښونو له امله افغانستان ته سفر ونه کړي

د   برتانیی د بهرنیو چارو  وزارت  په خپلې وروستۍ لارښوونه کې ویلي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا هم ډېر بې‌ثباته  شوی دی او وویلی دی  د پولې په سیمو کې، په ځانګړي ډول د پاکستان سره پر پوله، وخت ناوخت تاوتریخوالی زیات شوی او دا وضعیت د بهرنیو وګړو د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راپورته کو.

په دی اړه د افغانستان رژیم له خوا کوم غبرګون مخی ته په دی راغلی

د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې په افغانستان کې د برطانوي وګړو د نیول کېدو او بندي کېدو خطر شته، او ښايي دا بند میاشتې یا حتی کلونه  دوام وکړی

 وزارت ټینګار کړی چې په افغانستان کې د برتانیې د سفارت د نشتوالي له امله قونسلري مرستې ډېرې محدودې دي او په بېړنیو حالاتو کې د مرستې وړتیا کمه  شوی ده

په سفري خبرداري کې دا هم ویل شوي چې یو شمېر پولې یا خو تړل شوې دي او یا تر سختو محدودیتونو لاندې دي، چې دا کار سفر او احتمالي ایستل لا پېچلي کوي. برتانوي وګړو ته چې اوس مهال په افغانستان کې دي، سپارښتنه شوې چې رسمي لارښوونې په دقت تعقیب کړي او خپل امنیتي وضعیت په جدي ډول وارزوي

دغه خبرداری د نورو لوېدیځو هېوادونو له ورته دریځونو سره سمون لري. په وروستو کی  متحده ایالاتو هم افغانستان د خپل تر ټولو لوړې کچې سفري خبرداري په لېست کې شامل کړی، چې لاملونه یې ترهګري، کورنۍ ناامنې، ناحقه نیول کېدل او د طبي اسانتیاوو کمښت بلل شوي دي

د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، د برتانیې حکومت بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې مېشت برطانوي وګړي د نیول کېدو، اوږدمهاله بند او نورو جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کېدای شي.

امریکا هم د ۲۰ هیوادونو پر وګړو بندیز لګولې

 د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم اعلان کړی چې د نورو ۲۰ هېوادونو پر وګړو یې امریکا ته د داخلېدو بندیز لګولی دی، چې له امله یې د سفر محدودیتونه لا پراخ شوي دي

دغه نوې پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په امریکا کې د کډوالۍ او ملي امنیت په اړه بحثونه یو ځل بیا تاوده شوي دي

چارواکو ویلي چې دا بندیزونه د امنیتي اندېښنو او د سرحدونو د خوندي کولو په موخه لګول شوي، خو منتقدین یې وایي چې دا ډول پرېکړې د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو پر وړاندې پوښتنې راولاړوي

تر اوسه د هغو هېوادونو بشپړ نوملړ نه دی خپور شوی چې وګړي یې د دغو نوو محدودیتونو تر اغېز لاندې راځي، خو ویل کېږي چې دا اقدام به د امریکا د مهاجرت پالیسۍ پر راتلونکې هم اغېز ولري

Related Articles

د الاقصی جومات تړل د مذهبي آزادۍ او نړیوالو اصولو خلاف غندل شوي

March 12, 2026

په امریکا کې د نړیوالې جګړې یادګار کې د یوې ویډیو رقص خپرېدو وروسته، د هند اصلي ټیک کارکوونکي پر ضد غبرګونونه رامنځته شوي او د ایستلو غوښتنې راپورته شوې، ځکه امریکایي چارواکي دغه پېښه څېړي

March 12, 2026

**امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ: په طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د نیولو خطر شته او د سفر بندیز جاري دی

March 12, 2026

د طالبانو یو دیني عالم د پاکستان پر ضد فتوا صادره کړې، چې له امله یې د سرحدونو پورې غاړه د وسله‌وال فعالیتونو او د سیمې د بې‌ثباتۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

March 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *